افغانستانخبرونه

طالبان: مشورتي لویه جرګه د جګړې د غځولو او د اشرف غني د نامشروع واک د تمدید هڅه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، مشورتي لویه جرګه د اشرف غني د نامشروع واک د غځولو هڅه ده، د سولې په برخه کې هیڅ لاسته راوړنه نشي درلودلای.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په خپره شوې تبصره کې راغلي «لویه جرګه چې د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی ځای لري په ډیر تأسف باید ووایو چې د نورو تاریخي ارزښتونو په شان په وروستیو اوولسو کلونو کې د لویې جرګې اصطلاح هم همیشه اشغالګرو او د هغوی ګوډاګیانو د خپلو شومو اهدافو لپاره کارولې او د مؤمن ملت د غوښتنو په ضد یې ترې استفاده کړې».

تبصره وړاندې زیاتوي «د اشغال په موده کې دائرې شوې جرګې نه یوازې د هدف او مرام له اړخه ناسمې وې بلکې نتیجې یې همیشه منفي راوتلې دي. زموږ یاد دي چې په تیرو څو کلونوکې بیا بیا د سولې په نوم ورته مجالس او شوری ګانې جوړې شوي، خو نتیجه یې یوازې د اشغال دوام او د جګړې شدت راوتلی دی.
دې حقیقت ته په پام سره د اشرف غني د لړزیدلي رژیم لخوا یو ځل بیا د لویې جرګې په نوم د غونډې دائرول د هغو ناکامو تجربو تکرار دی چې یوازینۍ لاسته راوړنه به یې څو ورځې د رسنیو بوختیا، دروغجن تبلیغات او د سلګونو میلیونه افغانیو بې ځایه مصرف او اختلاس وي. له دې پرته به د سولې په برخه کې هیڅ لاسته راوړنه ونلري».

د تبصرې په بنسټ؛ اشرف غني د سولې په برخه کې د ټول ملت په وړاندې ولاړ دی او په بمبارونو، چاپو او وحشتونو چوپتیا یې حیثیت زیانمن کړی نو ځکه هڅه کوي د مشورتي جرګې په نامه ځان سوله خوښی وښيي او د واک د غځېدلو هڅه وکړي.

د طالبانو په وینا؛ مشورتي لویه جرګه یوازې د څو ورځو رسنیزه بوختیا ده چې د سولې په برخه کې هیڅ لاسته راوړنه نشي درلودلای «د سولې تر نوم لاندې مشورتي جرګه چې د ګوډاګي رژیم مشرانو د خپلو سیاسي اهدافو لپاره رابللې په هیڅ وجه د افغان مؤمن اولس په ګټه نه ده اونه هم د سولې په برخه کې د کوم مثبت ګام هیله ترې کیدلای شي. دا جرګه به د اشرف غني جګړه خوښی موقف تائید کړي او په دې ډول به د اشغال او روانې جګړې د غځیدلو سبب شي. نو ځکه پر ځای نه ده چې دغه غونډه د سولې جرګه وبلل شي. بلکې د جګړې د دوام مشورتي ناسته باید وګڼل شي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وحیدالله غزنوي

د قدرت لیونې هر څه کولای شې حتی له سولې او اسلام دواړو نه تیښته هم کولای شې، چاچې په ډیره سپین سترګې تر ټولو اخلاقي او اصولې قوانینو پښه واړوله او یو شرمناک اتلاف یې را منځته کړ هغه لویه جرګه هم مسخره کولای شې او د سولې مخالفت هم کولای شې

غمی،پښتین

په خیرونو،خیرونو،
دا چه حکومت چاپی او بمباری ته زور ورکړی دی.او طالیب چاروواکی هم له دولت څخه ځانونه کم نه بولی طالیبانو هم ولسوالیو ،نیولو ته سخت زور ورکړی.
زه ولسی وګړی د بی وسی دا سندره د سټی کنډو په ځنګلونو په زوره زوره بولم .سندره
سره وینه بهیږی سیلاب دی………..دافغان ولس په وینه سره شول دښتی غرونه
……………………….سیلاب دی………………………………
او قسم په الله ج چه ټول افغانستان په قاواوله هم راکوی .د یو تن افغان وینه توی نه نه کړم..دولتی او طالیبی ظالیمانو څومره سری او تودی وینی مو وبهولی او د جوړه له څرک نشټه.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x