نړۍ

قریشي: هند غواړي پر پاکستان یو ځل بیا برید وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې هند د روانې میاشتې له ۱۶ تر ۲۰ پورې په پاکستان باندې د برید پلان لري.

قریشي خبریالانو سره په خبرو کې څرګنده کړه چې دوی موثق اطلاعات ترلاسه کړي چې هند پر پاکستان د ۱۶ -۲۰ اپریل تر منځ د برید پلان لري او د دې لپاره یې تیاری هم پیل کړی دی.

قریشي زیاته کړې چې دوی پریکړه کړې چې د هند د پلانونو په اړه به د امنیت شورا دایمي استاي پاکستان ته دعوت کړي. قریشي وویل چې پاکستان ځیني لازم اسناد ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلي دي او هم یې د پلان شوي برید په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړي دي.

قریشي د نریندر مودي حکومت پر دې تورن کړ چې د سیاسي موخو لپاره د ټولې سیمې امن ته خطر پېښوي.

قریشي وویل چې پر دې ټوله نړۍ پوهیږي چې پاکستان د مسوولیته ډک او هند غیرمسوولانه رویه خپله کړې ده او نړۍ باید د سیمې د حساسیت په درک کولو سره غلي پاتې نشي او لازم اقدام وکړي.

د هند او پاکستان تر منځ د فرورۍ د میاشتې په ۱۴مه په پلومه سیمه کې پر هندي پوځیانو تر برید وروسته خرابې شوې. په دغه برید کې ۴۰ هندي سرتیري و وژل شول او مسوولیت یې د جیش محمد په نوم ډلې واخیست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هارون

که هند پر پاکستان برید کوي، معنی یې دا ده چې نړېواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا او اسرائیل ورسره مرستندویه دي. دا هم څرګنده ده چې پاکستان د ضعیف اقتصاد له امله نشي کولای اوږده جګړه پرمخ بوځي. یوه محدوده جګړه به هم د پاکستان په مالي حالت داسې منفي اغېزه وکړي چې ډالر به تر دوه سوه روپیو هم ورواړوي او دا به ډېر خطرناکه حالت وي. درناوي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x