ټکنالوژي

واټساپ کاروونکو ته د لویې ستونزې حل وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۸ل): د پیغام استولو تر ټولو غوره کاریال واټساپ په خپل نوي ورژن کې د کاروونکو د یوې لویې ستونزې حل وړاندې کړی دی.

په عام ډول هر څوک کولای شي په واټساپ کې ګروپ جوړ کړي او د چا په خوښه یا ناخوښه یې دغې ګروپ کې ځای کړي، چې د ځینو لپاره تنګونکی بلل کیږي او له کبله یې پر واټساپ یو شمېر نیوکې هم شوي.

اوس ددغې ستونزې حل لپاره واټساپ کاروونکي ته اختیار ورکړی، که وغواړي په کوم ګروپ کې ځان ګډ کړي او یا هم ونه غواړي، دا به هر څه دده په اختیار پورې تړلي وي.

که غواړئ ددغې ځانګړتیا څخه ځان برخمن کړئ، نو د واټساپ سیټنګز یا ترتیب کې د اکاونټ تڼۍ کیکاږئ، د نوې کړکۍ په پرانیستلو سره بیا پر پرایویسي «Privacy» کلیک وکړئ، چې په نوې پاڼه به تاسې ته درې اختیارات درکړل شي.

لومړی اختیار: (No body) کله چې تاسې د No body تڼۍ کیکاږئ، نو هیڅوک نه شي کولای تاسې په کوم ګروپ کې ځای کړي.

دویم اختیار: (My contact)، که تاسې دغه آپشن غوره کړئ، نو یوازې هغه کسان چې تاسې سره یې شمېره یا ستاسې شمېره له هغه سره محفوظه وي کولای شي تاسې په ځانګړي ګروپ کې ځای کړي.

دریم اختیار: (Everyone)، که پر دغه آپشن کلیک وکړئ نو هرڅوک ستاسې له اجازې پرته کولای شي په ګروپ کې مو ځای کړي.

له دغې ځانګړتیا څخه به هغه مهال برخمن شئ چې د واټساپ کاریال مو نوي ورژن ته اپډیټ یا اوسمهال کړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مختار

دا خو مو زده وو نوی معلومات راکی لکه سنگه کولی شو چه خپل واتس اف په فنگر پرینت باندی سبال کروو

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx