افغانستان

حکومت د سولې لپاره نوی پلاوی ټاکلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): حکومت د سولې لپاره نوی پلاوی ګمارلی دی، چې اټکل کېږي د قطر راتلونکې بین الافغاني ناسته کې به يې هم ځينې غړي ګډون ولري.

طلوع‌نیوز د ۲۲ تنو هغه لیست خپور کړی، چې د خبرو اترو لپاره ګمارل شوي دي، چې پکې عبدالسلام رحیمي، یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، حسینه ساپۍ، عبدالحکیم منیب، اسماعیل خان، ضرار احمد مقبل، صادق مدبر، استاد اکبري، حاجي دین محمد ، عطا‌ءالله لودین، مېرمن شاګل رضايي، عبدالله قرلق، صالح محمد سلجوقي، شمیم کټوازی، محمد عمر ببرکزی، عبدالخالق بالاکرزی، مولوي جوره، عزیزالله ارال، فضل کریم ایماق او جمال الدین بدر شامل دي.

د دې تر څنګ له سیاسیونو، د سیاسي ګوندونو له غړو او ځینو مشرانو يې هم ۳۷ کسیزه جرګه‌ګۍ جوړه کړې، چې د مصالحې شورا يې بولي.

محمد اشرف غني نن دې غونډې ته په خبرو کې وویل، د سولې خبرو اترو کې باید هغه څوک نه وي، چې مخالفې څرګندونې يې کړې وي.

هغه که څه هم د «مصالحې شورا» خپلواکه وبلله او په وینا يې د دوی خوښه چې د سولې د مرکچي پلاوي په بڼه څوک څوک ګماري، خو ټینګار يې وکړ چې دوی د دې ګډونوالو پر معیار شپږ میاشتې کار کړی او هغه څوک باید پکې نه وي، چې د «اتلس کاله لاسته روړانو خلاف څرګندونې يې کړې وې!»

تر دې وړاندې هم د پورته لیست څخه د دوولسو تنو یو لړلیک خپور شوی و، خو زلمي خلیلزاد ټینګار کړی و، چې دا پلاوی پراخ او «ملي» شي.

د دې تر څنګ حکومت ۳۷ تنه نور چې ډېری يې د سیاسي ګوندونو مشران او مخور غړي دي، د مصالحې شورا په نوم سره راټول کړي دي.

که څه هم ځينې سرچینو ویلي د حکومت د همدې پلاوي ځینې غړي ښايي د قطر راتلونکې بین الافغاني ناسته کې برخه ولري، خو طالبانو ویلي و، راتلونکې ناسته کې هر څوک د خپل ځان استازیتوب کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x