نړۍ

ایران: عراق باید امریکايي پوځيان ژر تر ژره له خپلې خاورې وباسي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): د ایران مذهبي مشر اية الله علي خامنه ‌يي د عراق لومړي وزير سره د ليدو پر مهال له هغه غوښتي، چې څومره ژره کيږي بايد امریکايي  پوځيان له خپلې خاورې وباسي.

خامنه يي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د عراق لومړی وزير عادل عبدالمهدي د ایران پلازمېنې تهران ته په رسمي سفر تللی او له ایراني چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې کوي.

د ایران رسمي ټلويزون د خامنه يي له قوله  ويلي، چې عراق بايد ژر تر ژره د امریکايي پوځيانو د وتلو پرېکړه وکړي؛ ځکه چې سيمه کې څومره د امریکا حضور پراخيږي، د سيمې امنيت او ثبات ورسره خرابيږي او وروسته به يې ويستل ستونزمن وي.

د يادونې وړ ده، چې په ۲۰۰۳ کال کې پر عراق د امريکا د يرغل پر مهال د صدام حسين د نظام له ړنګولو وروسته ایران او امریکا په ګډه په دغه هېواد کې د خپلو موخو لپاره د عراق مهمې څېرې له صحنې وويستې او پر ځای يې ایران پلوي شيعه چارواکي واک ته ورسول او له هغه وخت راهيسې عراق او ایران ښې اړيکې لري.

د عراق لومړی وزير په داسې حال کې ایران ته تللی، چې وړمه  ورځ سعودي عربستان له دېرش کلونو ځنډ وروسته په عراق کې يو ځل بيا خپل سفارت پرانيست.

د جنګ ځپلي عراق لپاره به له سعودي سره د ډيپلوماټيکو اړيکو له پيلولو سره د عراق او ایران ترمنځ د اړيکو توازن ساتل يو امتحان وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x