
کندوز؛ طالبانو شپږ عسکر وژلي اوه يې ژوندي نیولي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): طالبانو د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د پولیسو په پوسته برید کړی، چې شپږ تنه يې وژلي او اوه تنه نور يې ژوندي وړي دي.
طالبانو ویلي د دوی سرتېرو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په چهل کپو سیمه کې پر پوسته برید وکړ چې دوه ساعته يې دوام وکړ.
د کندوز ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو ویلي چې د قومندان په ګډون اوه تنه ژوندي ګوتو ته ورغلي دي.
د سرچینې په وینا څو میله سپکه او درنه وسله يې هم نیولې او هغه مرستندویه عسکر يې هم شاته تمبولي چې تر برید لاندې عسکرو ته د مرستې په تمه را خوځېدلي و.
طالبانو تېره ورځ په بل شمالي ولایت بادغیس کې هم د دوو ولسوالیو د نیول خبر ورکړ، خو د بادغیس والي تېر ماښام ويلي چې بالا مرغاب او ابکمر ولسوالۍ د دوی له واکه وتلې نه دي.