
اتمر: لویه جرګه مشورتي نه؛ بلکې د حکومت سفارشي جرګه ده
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): راتلونکو ټاکنو ته نوماند او او د امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر وايي، راتلونکې لویه جرګه مشورتي نه؛ بلکې سفارشي ده.
د هغه له دفتره تازه خپره شوې اعلامیه لیکي، د دې جرګې د جوړېدو په تړاو له سیاسي جریانونو سره هیڅ ډول مشوره نه ده شوې او دوی ته به د منلو نه وي.
دا په داسې حال کې دی چې حکومت د همدې جرګې د جوړېدو لپاره تېره چهارشنبه یو ۱۹ کسیز کمیسیون وګماره او دعوه لري چې ټولشموله به وي.
اشرف غني نن هم د مصالحې شورا په نوم د خبرو اترو په نوم په یوې بلې جوړې کړې ډلګۍ ته خبرو کې وویل، چې مشورتي لویه جرګه به د ټول هېواد استازیتوب وکړای شي.
خو د اتمر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د حکومت د دې سفارشی جرګې موخې «خلکو او سیاسي جریانونو ته واضح نه دي!»
حکومت وايي، دوی مشورتي لویه جرګه د سولې د روانې پروسې په تړاو را غواړي، چې تر ۳سوه میلیونه افغانیو ډېر مالي لګښت ته اړتیا لري.