افغانستاننړۍ

پاپ فرانسیس: امریکا د خپلو وسلو د خرڅلاو لپاره جګړې ګرمې ساتلې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): د نړۍ د کاتولیکي عیسویت مشر پاپ فرانسیس وايي، امریکا د خپلو وسلو د خرڅلاو لپاره په ګڼو سیمو کې جګړه ګرمه ساتلې ده او هدف يې دا دی چې خپلو وسلو ته بازارونه پیدا کړي.

هغه چې ایټالیا کې د سن کارلوی په نوم یو انسټیټوټ کې خبرې کولي وویل، افغانستان، سوریه او یمن کې روانې جګړې د امریکا د ګټو لپاره دي.

هغه نه یوازې امریکا بلکې ځینې اروپايي هېوادونه هم پر دې تورن کړل چې د خپلو وسلو د بازار موندنې لپاره انسانان وژني او د جګړې اور ژبغړاند ساتي.

د پاپ په وینا دا چې د وسلو لپاره انسانان ووژل شي، دا یو جنایت دی.

پاپ پر ځوانانو غږ کړی چې د جګړه کوونکو ځواکونو دې موخو ته متوجه واوسې او هڅه وکړي چې جګړه له منځه یووسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x