سروې: اسلامي ثقافت افراطیت نه؛ د اسلام اصیل فهم وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): تېره اوونۍ د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز؛ په یوه څېړنه کې دعوه وکړه چې پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضمونونه افراطیت خپروي او زیانموونکي دي.

دا څېړنه چې رامین کمانګر کړې، پکې راغلي چې د ځینو پوهنتونونو له ۳۷۳ تنو سره يې مرکې کړې او دا برداشت يې ترې اخیستی دی.

پژواک خبري اژانس تېره ورځ پر خپله فیسبوک‌پاڼه د همدې موضوع په تړاو سروې وکړه، چې ۷۹ سلنه خلکو د ستراتېژيکو مطالعاتو مرکز څېړنه بې اساسه وبلله.

د پژواک په دې راپور کې راغلي: «په ٢٤ ساعتونو کې نږدې ١٤ زره کسانو په دې اړه رايه ورکړې ، چې د فېسبوک د معلوماتو له مخې، شاوخوا لس زره کسانو (٧٩) سلنه يې د ياد تحقيق مخالفت او نږدې څلور زره کسانو (٢١) ورسره موافقه ښودلې ده.»

سرچینې ځينې هغه نظرونه هم را اخیستي چې تشریحي بڼه يې درلوده، د سلطان شاه صفاري په نوم یو تن لیکلي: «د اسلامي ثقافت مضامين موږ ته د اسلام اصل فهم لکه اسلامي تمدن، اسلامي اخلاق، نبوي سيرت، قران پوهنه، د اسلام سياسي ، اقتصادي او اخلاقي نظام راښيي. زه چې له مکتب څخه پوهنتون ته لاړم، ديني درسونه مې نه و لوستي، دين مې په همدې ثقافتي مضامينو کې زده کړ.»

د پوهنتون استاد او شنونکي ډاکټر فیض محمد ځلاند پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي، اسلامي ثقافت مضمون کې افراطیت نه؛ بلکې سړیتوب او د شخصیت جوړونې ار موجود دی، په وینا يې «که څوک د افراطیت خلاف وي، بمبار، شپنیز عملیات دې وغندي.»

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړي حفیظ منصور هم ورته څرګندونې کړې وې، چې توند غبرګونونه يې راوپارول.

که څه هم د پوهنتونونو په کاریکولم کې د شرعیاتو له پوهنځي پرته هر پوهنځي کې یوازې یو یا دوه کاله د اسلامي ثقافت یو مضمون لوستل کېږي، د شنونکو په باور د دې تر څنګ پرې د افراطیت تورونه لګول، دا ثابتوي چې په ټول پوهنځي کې د یو ديني مضمون د لوستو د تحمل د له منځه وړلو هڅې کېږي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

مسلّمه خبره ده چي افراطیت ( د هری عقیدی په ډګر کی چي وی) د منلو وړ کړنه نده خو د ستراتژیکو مطالعاتو د متصدیانو دی په ستراتژیک ډول پر پدره او مادره نالَت سی چي د نړیوال صهیونیزم د خدمت په سیوری کی دا ډول تشویش زېږوونکی تحلیلونه! خپروی.
که ستراتژیک! مرکز غواړی چي د افراطیت سره مبارزه وشی نو باید تر هر څه مخکی له خپلو بادارانو څخه وغواړی! چي د افراطیت ریښې او ځالی د افراطیت په زانګو کی له منځه یوسی.