
د بغلان امنیه قومندان: پر طالبانو رحم مه کوئ!
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): د بغلان امنیه قومندان الله داد فدايي، پر خپلو عسکرو غږ کړی، «نور پر طالبانو رحم مه کوئ!»
که څه هم بغلان کې ډېری وخت جګړې خبرونه ورکول کېږي، امنیه قومندان تازه ويلي هغوی چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي، «له دې وروسته باید پرې رحم ونه شي!»

د هغه په وینا دا امر ځکه کوي چې که طالبان له «سولې سره یو ځای شي» نو دوی به پرې «کار» ونه لري.
د بغلان امنیه قومندان په داسې حال کې د جګړې د ګرمولو لپاره پورته امر کوي، چې د بغلان تر څنګ په کندوز کې همدا تېره شپه اوه تنه عسکر طالبانو ته ژوندي په لاس ورغلي.
تېره ورځ په بل شمالي ولایت بادغیس کې هم لسګونه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او طالبانو د دوو ولسوالیو د نیولو خبر ورکړ، خو حکومت د جګړې د پخلي ترڅنګ ویلي، ولسوالۍ يې لا هم تر واک لاندې دي.

په ورته وخت کې همدا نن، کابل کې اشرف غني له هغې شورا سره لومړۍ ناسته وکړه چې ټاکل شوې د حکومت له ادرسه يې ځينې غړي په قطر کې له طالبانو سره مخامخ غونډه کې هم برخه ولري.
د شنونکو په باور د سولې په روانه پروسه کې د امتیاز اخیستو لپاره د جګړې ګرمولو پر ځای ښه ده، چې سولې ته مایل ګامونه واخیستل شي.
خواله رسنیو کې د طالبانو هغه اقدامات وستایل شول، چې څو ورځې وړاندې يې د بادغیس بالامرغاب کې لسګونه نیولي عسکر خوشي کړل او له حکومته هم د ورته اقدام پرلپسې غوښتنه وشوه.