افغانستان

داودزی: قطر ناسته کې به ټول‌شموله پلاوی ګډون وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس عمر داودزی وايي، قطر کې به له طالبانو سره په خبرو کې یو ټول‌شموله پلاوی برخه ولري.

هغه په کابل کې خبري غونډې ته وویل، راتلونکې چهارشنبه به د مذاکراتي پلاوي غړي مشخص شي، چې باید په خبرو کې برخه واخلي د دې تر څنګ به «سرې کرښې» هم معلومې شي.

داودزي دا هم وویل، دا ټول‌شموله پلاوی به یوازې د پېژندنې لپاره هلته برخه واخلي، بلکې «د سولې خبرې اترې نه دي.»

هغه د سولې په هڅو کې د پاکستان پر رول هم تبصره وکړه او په وینا يې، یاد هېواد په جګړه کې هم «رول» درلود او سوله کې هم رول لري «هیله ده رښتونې همکاري وکړي.»

حکومت د مذاکراتو لپاره ۲۲ کسیز پلاوی ګمارلی، چې نن ورسره اشرف غني هم غونډه درلوده او په وینا يې دې پلاوي کې به داسې څوک نه وي، چې د اتلس کلنو «لاسته راوړنو» خلاف يې «څرګندونې» کړې وې.

دې پلاوي کې عبدالسلام رحیمي، یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، حسینه ساپۍ، عبدالحکیم منیب، اسماعیل خان، ضرار احمد مقبل، صادق مدبر، استاد اکبري، حاجي دین محمد ، عطا‌ءالله لودین، مېرمن شاګل رضايي، عبدالله قرلق، صالح محمد سلجوقي، شمیم کټوازی، محمد عمر ببرکزی، عبدالخالق بالاکرزی، مولوي جوره، عزیزالله ارال، فضل کریم ایماق او جمال الدین بدر شامل دي.

طالبانو څو ورځې وړاندې وویل، قطر کې د کېدونکې بین الافغاني غونډې ګډونوال یوازې د خپل ځان استازیتوب کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روح الله سرحدی پروان

دا ناشوني ده چي طالبان د امريکا په شتون بينل افغاني مزاکرات وکړي امريکا بايد د افغانستان نه ټول پوزيان اوباسې بيا به طالبان د افغانستان غلامي اداري سره مزاکرات شروع کړي بايد هيڅ افغان دا د امريکا ځلمونه له ياده ونباسی کم وحشت چي دوي په افغانستان کې کړي دي په جنګ جهاني ندي سوي کم بيګوناه هيواد وال چي دوي په شهادت رسولی دي دا بايد منګ له ياده ونه باسو کم وحشت چي دوي ترسره کړي دي په ټول تاريخ کي ندي ترسره سوي او افغان ځواکونو چي د امريکا سره ګډ وحشتونه کړي دي او په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x