
د C.I.A پخوانی افسر: د افغانستان د پرېښودو وخت را رسیدلی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وری ۱۸، ۱۳۹۸ل): د امریکا د څارګرې ادارې یو پخوانی چارواکی وايي چې په افغانستان کې د امریکا هدف پوره شوې او نور باید دغه هیواد څخه امریکايي پوځیان وویستل شي.
ډوګلس وایز د ستمبر یوولسمې پېښې وروسته د CIA په لومړني ټیم کې افغانستان ته د ماموریت لپاره لیږل شوې و. د نوموړي د ټیم دنده دا وه چې له افغانستان څخه د طالبانو او القاعده مشرانو د وتلو مخه ونیسي.
هغه ویلي چې ټرمپ یې خوښ نه دی خو د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د ویستلو په اړه د ټرمپ له طرحې سره موافق دی، ځکه د هغې موخې لپاره چې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلي ول هغه ترلاسه شوې.
امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د امریکايي ځواکونو شمیر له ۱۴زرو څخه ۷زرو ته راښکته کړي.
د وایز پر باور تر غرب پلوه افغانانو څخه زیات طالبان له عامو افغانانو سره ټینګې اړیکې لري او د دې احتمال شته چې طالبان یو ځل بیا واک ترلاسه کړي.
نوموړي اندېښنه څرګنده کړې چې که طالبان قدرت ترلاسه کړي افغانستان شاید یو ځل بیا د «ترهګرو» لپاره مرکز شي او د دې د مخنیوي لپاره دایمي امریکايي اډو او دایمي خزانې ته اړتیا ده.
د وایز د معلومات له مخې طالبانو له افغانستانه بهر پر هېڅ یو امریکايي برید نه دی کړی او که افغانستان کې د طالبانو حکومت راځي دا کوم فرق نه کوي، ځکه امریکایان که د سعودي حکومت برداشت کولای شي د طالبانو حکومت دې هم برداشت کړي.