
«حیران یم چې څنګه له دوه چاودنو روغ ووتلم»
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وری ۱۸، ۱۳۹۸ل): یو امریکايي سرتیري چې په افغانستان کې له دوه چاودنو روغ وتلی دی د وسلهوالو ځواکونو د رواني او روحي روغتیا اړوند د پوهاوی لوړوالي لپاره کتاب لیکلی.
انتوني لاک چې یوه لسیزه وړاندې په افغانستان کې د امریکا په پوځ کې ماموریت کړی دی له دوه چاودنو روغ وتلی دی.
هغه ویلي چې د شپږو اونیو په موده کې دوه ځل پرې چاودنې شوي او دواړه ځل ژوندی پاتې شوې دی.
لاک په وینا په لومړنۍ چاودنه کې یې اورمیږ مات شو او څو اونۍ لا تیرې نه وې چې یو ځل بیا پر بم برابر شو. «دا ځل تقریبا مړ وم، زه نه پوهیږم چې څنګه ژوندی پاتې شوم».
لاک په ۲۰۱۱ز کال کې امریکا پوځ پرېښود او وروسته ورته دوستانو مشوره ورکړه چې د جګړې له کبله پر روحي ناروغۍ اخته عسکرو لپاره کتاب ولیکي.
د لاک له قوله د ده ډیر دوستان اوس هم له جګړې وروسته پر روحي مریضۍ اخته دي او ده د هغوی لپاره دا کتاب لیکلی دی.