افغانستان

طالبان عسکرو ته: که له جګړې لاس واخلئ موږ مو د سر او مال د ساتنې تضمين کوو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وری ۱۸، ۱۳۹۸ل): طالبانو يو ځل بيا د افغانستان په نظامي ليکو کې په افغان عسکرو غږ کړی دی چې له جګړې لاس واخلي او له دوی سره پيوستون اعلان کړي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دوی د تير په څېر يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو په ليکو کې په افغانی عسکرو غږ کوي چې د امريکا د ګټو له پاره له جګړې لاس واخلي او په دې توګه دې خپل دنيوي او اخروي ژوند په خطر کې نه اچوي.

طالبانو ويلي دي چې افغان مسلمان ولس له تيرو اوولس کلونو راهيسې د امريکا او د هغوی د متحدينو د اشغال په وړاندې مبارزه پيل کړې ده او د اسلامي نظام د راتګ او هيواد د ازادۍ له پاره مبارزه کوي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی د پخوا په څير د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې د اردو، پوليسو، اربکيانو په نامه عسکرو باندې غږ کوي چې زموږ د بښنې او خواخوږۍ غيږه ستاسو په وړاندې خلاصه ده او که مو له وسله والې مقابلې لاس واخيست نو دوی مو د سر او مال د ساتنې تضمين کوي.

طالب وياند د بادغيس ولايت تسليم شوي عسکر د بيلګې په توګه ياد کړي او ويلي يې دي چې کومو دولتي عسکرو چې له جګړې لاس اخيستی، دوی يې تداوي کړې ده، کرايه يې ورکړې ده او خپلو کورونو ته يې رخصت کړي دي.

طالبانو دولتي ځواکونو باندې غږ کړی دی او ويلي يې دي چې خپل ژوند له خطره وژغورئ او دوی نه غواړي چې ستاسو د کورنيو غمونه نور هم زيات شي او د ناروا او بې ګټې جګړو قرباني شئ.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو په جګړو او بریدونو کې زياتوالی راغلی دی چې له امله يې ګڼ شمير دولتي عسکر طالبانو ته تسليميږي او يا هم ژوندي نيول کيږي چې له څه مودې وروسته بيا هم خوشي کيږي.

دوه ورځې وړاندې هم طالبانو په بادغيس ولايت کې ۴۶ تنه دولتي عسکر نيولي دي او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې يې خوشي کړي.

د دولتي ځواکونو په اړه د طالبانو دې وروستي اعلان ته تراوسه دولتي مسؤلينو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x