ورزش

«افغان کرېکټ بورډ دې بخښنه وغواړي او اصغر افغان دې يو وار بيا لوبډلمشر وټاکي»

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۸ وری، ۱۳۹۸ل): د انګلستان کرېکټ لوبډلې پخواني مشر مايکل وان ويلي چې د افغانستان کرېکټ بورډ او غوراوې کمېټې لخوا د لوبډلمشر د بدلون پريکړه ناسمه ده او بايد کرېکټ بورډ يې بيرته واخلي.

مايکل وان چې په ټولو فارمیټونو يا جوړښتونو کې د انګلستان لوبډلې مشر پاتې شوی زياتوي چې افغان کرېکټ بورډ بايد په داسې حساس وخت کې دوه مهم لوبغاړي چې هر وخت لوبډلې ته برياوې راوړي خفه نه کړي.

درې ورځې وړاندې د افغانستان کرېکټ بورډ او غوراوې کميټې لخوا اصغر افغان له دريواړه فاړمټونو ګوښه کړل شو او پرځای يې ګلبدين نائب (يو ورځنۍ)، راشد خان (شل اوريزې) او رحمت شاه (ټيسټ) بېلا بېل لوبډلمشران وټاکل.

په دغه پريکړه راشد خان او محمد نبي ناخوښي وښودله او په خپلو ټويټر پاڼو يې په زغرده مخالفت وکړ، دوی ويل چې په داسې حساس وخت کې د لوبډلمشر بدلون د لوبډلې په ګټه نشي کيدلای، خو ددوی دغه کار هم په ستره کچه وغندل شو او دا يې د افغانستان کرېکټ بدنامي وګڼله.

Related image

مايکل وان د راشد خان او محمد نبي ناخوښۍ په اړه وويل چې دواړه تجربه کار لوبغاړي دي او همدوی د نړۍ په بېلا بېلو ليګونو کې د افغانستان نوم روښانه کوي، «دوی بايد خفه نه شي».

نوموړی چې د خپل وخت کاميابه توپوهونکی دی cricbuzz سپورتي ويبپاڼې تلويزوني خبرو پرمهال وويل چې «نړيوال جام ته له دوو مياشتو کم وخت پاتې، او په تېرو څو کلونو کې افغان لوبډله يو شمېر لاسته راوړنې لري، اصغر افغان يو کاميابه لوبډلمشر و او بايد پرځای پاتې شي، افغان کرېکټ بورډ دې اوسمهال خپله پريکړه بيرته واخلي».

د يادونې ده چې افغانستان کرېکټ بورډ د نړيوال جام لپاره د لوبډلې وروستي نوملړ ټاکلو لپاره ۲۳ کسيزه لوبډله سويلي افريقا ته د چمتو والي په موخه ليږلې چې وروسته به له دې څخه وروستۍ ۱۵ کسيزه لوبډله اعلانوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close