افغانستان

طالبان: د قطر بين الافغاني کانفرانس د مذاکراتو غونډه نه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وری ۱۸، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي چې د روانې ميلادي مياشتې په نيمايي کې د سولې په اړه په قطر کې جوړېدونکې بين الافغاني غونډې ګډون وال به په شخصي توګه د سولې په اړه خپل نظريات وړاندې کوي او دا کانفرانس د مذاکراتو کومه غونډه نه ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د ياد کانفرانس ګډون وال به د افغانستان د سولې په اړه خپل دريځ او نظريات له نورو سره شريکوي او په رسمي توګه به څوک د کابل د حکومت په استازيتوب ګډون نه کوي.

خبر پاڼه زياتوي چې په ياد کانفرانس کې به د کابل حکومت په استازيتوب څوک ګډون نه کوي خو که د کابل حکومت کوم چارواکي په ياده غونډه کې ګډون کوي؛ هغوی به د حکومت دريځ نه مګر خپل شخصي نظر وړاندې کوي.

طالبانو ويلي دي چې د ياد کانفرانس د ګډونوالو ټاکنه له دوی پورې اړه نه لري او ددې کانفرانس موخه داده چې د سولې په اړه د افغانستان د بيلابيلو لوريو نظريات واورېدل شي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د سولې په اړه په مسکو کې دوه ورځنۍ بين الافغاني غونډه جوړه شوې وه چې په لومړي ځل د افغانستان د بيلابيلو لوريو استازي له طالبانو سره په يو ميز کيناستل او د افغانستان د سولې په اړه يې خپل نظريات شريک کړل.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده چې په نږدې ورځو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم قطر ته لاړ شي او هلته د افغانستان د قضيې د سياسي حل په موخه د طالبانو له مرکچي پلاوي سره وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خان

ده افغانستان یا افغانانو غم ده هیڅ چاسره نشته دا ټوله خرڅ شوی غلامان دی څوک ده روس څوک ده امریکا او څوک ده تور مخو پنجابیانو زما دا عقیده ده دا ټوله به ده خپل عمل په سزا رسیږی انشاءالله هغه وخت به ډیر ژر راسی خو افسوز زموږ بیخبره ساده افغانان وروڼه ای په یوه او بل نامه سره وژنی الله دی ده افغانیستان او افغانانو دوښمنان په دونیا او اخیرت کی تبا او برباد شرمنده کی امین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x