د مسکو بين الافغاني ناسته

بین الافغاني تفاهم د افغانانو مبرم ضرورت

نن ټکی اسيا سرليکنه 

په قطر کې د بین الافغاني تفاهم تر عنوان لاندې د طالبانو او افغان سیاسی جریانونو او سیاسي شخصیتونو ترمنځ احتمالي غونډه په رانیږدي کیدو ده.

یاده غونډه د مسکو تر هغې وروسته دوهمه غونډه ده چې د طالبانو په شمول د افغان قضیې د ښکیلو لوریو ترمنځ تر سره کیږي او هر څوک په پوره آزادي سره ورکي خپل نظر څرګندوي.

که دغه ډول غونډې د شرائطو په برابریدو سره د هیواد په داخل کې جوړې شوې وای خامخا به یې هم پر سوله ییز بهیر باندې اغیز زیات و او هم به له ولسي اعتماده ډیرې برخمنې وې.

خو دا هم ښه فرصت دی چې افغانان په یوه داسې فضا کې سره راټولیږي چې له کوم تحمیل او فشار پرته خپل نظرونه یو له بل سره شریکوي او په سړه سینه یو د بل نظریات اوري.

هرڅوک چې په هیواد کې واقعا د جګړې د خاتمې او سولې د ټینګښت غوښتونکی وي هغه باید د دغه ډول غونډو په حمایت سره د هغو ملاتړ وکړي.

نن چې د ښاغلي اشرف غني د مشورتي لويي جرګې په پلمه په قطر او یا بل هرځای کې د بین الافغاني تفاهم غونډې د مخنیوی هڅه کیږي دا په حقیقت کې د سولې مخنیوی دی چې باید په هیڅ صورت داسې ونه شي.

ځکه مشورتي لویه جرګه به حتما د لانجې د یوه لوري (ګډ حکومت) د اړونده خلګو د نظر ممثله وي چې په زور او هرې پلمې سره پرواک باندې د یوه لوري خیټه اچول او یا هم د یوه لوري د واک غزولو هڅه د تجربو له مخېد جګړې له غزولو پرته بله هیڅ کومه ګټه نه لري.

واقعي سوله هغه وخت شونې ده چې د افغان ولس مختلفې پرګنې په هیواد کې د روانو ستونزو په اړه خبرې وکړې، او هر یو خپل شته نظر مقابل لوري ته ور واوروي.

اوس مهال د افغان ولس همدغه ډول غونډې تر ټولو مبرم ضرورت او په قطر یا بل هرځای کې دائریدل یې غوره فرصت دی چې باید تري په خپل وخت ګټه واخیستل شي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

جوړ تازه.
دا صحی ده چه ټولو پرګانو نظرونو یو بل ته وورول شی.خو دا جنګ داسی اثر په سیاسی مشرانواچولی چه نه د چا نظر اوری،بلکه د نظر ورکونکی خوله پوزه هم ماتی وی.
طالیبان خو بیا ټاپه هم ورپسی ولګوی.او بله دنیا ته یی رخصت کړی.
موږ عام ولس خولی تړو.هیڅ نظر نه درکوو ،بس تاسو سره جوړ شی.
زموږ د هر څه توبه ده ،
فقط دا سره توده وینه توییدل بند کړی،د الله ج څخه وډار شی،نور بس ده.

جميل
میلمه
جميل

د حيرانی خبره ده کله وايی بين الافغانی تفاهم ، کله بين الافغانی مذاکرات او کله هم بين الافغانی غونډه يا کنفرانس ، سړی حيرانی واخلی چی دا بين الافغانی د افغانانو استاذو ، پوهانو او عالمانو د دی هيواد د آزادی او سمسورتيا لپاره څه کړی چی په راتلونکی کی ئی هيله ځنی وشی په تيره بيا هغه چی تر غاصبو کفارو لا په بربادی او ظلم کی ګړندی وه ، دا خدای وهلی بيشرمه بيحيا او کثيف په کوم روی د دی خدای بخښليو باحيا او پاکو مجاهدو سره مخامخ کيږی ، دا د خدای او ولس رټل… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

غمی،پښتینجمیل ته دا چه ته ورته حیران یی.همداسی نور هم ورته حیران دی.خو زه ورته حیران نه یم.ولی چه زه پوهیږم چه دا جنګ جدل ورور وژنه ده.د پیسو،قدرت لپاره ته هم په دا پوه شه چه.طالیب .عسکر ،پولیس.افغانان مسلمانان او مرګ یی ناروا دی. او زه په دا هم پوه یم چه.طالیب ،دولت دواړه توده او سره وینه د ولس بهوی.او دواړه قاتلین دی.او دواړه د پردیو په فرمان او په کمکونو جګړه په مخ بیایی. دولت یی له امریکا راوړی طالیب یی د پاکستان او روسیه راوړی.او موږ ته یی ټګی جوړه ده ،موږ دا عام ولس وژنی… نور لوستل »

وحیدالله غزنوي
میلمه
وحیدالله غزنوي

د ادارې دا لیکنه په سرو زرو د لیکلو وړ ده

islam pal
میلمه
islam pal

ددې ټولوخبرو حل دا چی اول اسلام ته بیا بین الافعانی ته وه کتل شی بله ده چی زړې کرخی ته په پوره پوره وه کتل او اتمنان افعانانو ته ورکړی چې نه لاسلیک شوی او نه به کیګی

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

ترڅواشغال نوی ختم سوی هیڅ تفاهم نسی راتلای اشغال ګرزموږپه مقصد ښه پو هیږی هرافغان ته آزادی مهمه ده ولی داشغالګروتفل سوۍ ګوډاګۍ حکومت هر څه داشغال داوږدولودپاره کوی دادصلح خبری اودافغانی تفاهم خبری فقط دسیسی دی تاسوته به معلومه سی.