
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» په کابل کې له سیاسیونو سره د لیدنو په لړ کې نن د ګډ حکومت له مشر «محمد اشرف غني» سره په اړینو موضوعاتو غږېدلی.
په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې «خلیلزاد نن ماښام په کابل کې له اشرف غني سره د سولې د پروسې په چټکتیا، په هیواد کې د تشدد په راکمولو او د تشدد د لا زیاتېدلو په صورت کې د افغان امنیتي ځواکونو په تمویل او تجهیز خبرې وکړې».
اعلامیه وړاندې زیاتوي « خلیلزاد همدا راز له اشرف غني سره په قطر کې د کېدونکې بین الافغانې ناستې په اړه هم خبرې کړې چې د افغان حکومت له استازو سره، سره به د ټولنې پېژندل شوي شخصیتونه او افغان سیاستوال پکې ګډون ولري».
یاده دې وي چې؛ زلمي خلیلزاد داسې مهال له افغان سیاسیونو او اشرف غني سره د بین الافغاني ناستو اړوند بحثونه کړي چې طالبان په یادو ناستو کې د ګد حکومت د استازو حضور ردوي؛ د طالبانو په خبره که کوم حکومتي چارواکی په یادو ناستو کې ګډون هم وکړي د حکومت استازیتوب نشي کولای.
خو په ورته وخت کې ګډ حکومت تمه لري چې طالبان به یې نوي ټاکل شوي استازي د افغان سیاسیونو په منځ کې ومني او خبرې به ورسره وکړي، د سولې د عالي شورا د دارلانشاء رئیس «عمر داودزي» نن په دې اړه رسنیو ته وویل «قطر کې به له طالبانو سره په خبرو کې یو ټولشموله پلاوی برخه ولري، راتلونکې چهارشنبه به د مذاکراتي پلاوي غړي مشخص شي، چې باید په خبرو کې برخه واخلي او د دې تر څنګ به «سرې کرښې» هم معلومې شي».
هېره دې نه وي چې؛ خلیلزاد په داسې وخت کې په افغانستان کې د روان تشدد د کمولو په اړه له اشرف غني سره غږېږي چې د ګډو ځواکونو وروستی چاپې او بمبارونه ګڼو ولسي وګړو ته تلفات اړوي او هره ورځ لسګونه تنه د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ژوند له لاسه ورکوي، د پوهانو په اند د ګډو ځواکونو له لوري ملکي وګړي په طالبانو باندې د فشار راوړلو په موخه تر نښې لاندې نیول کېږي تر څو طالبان اړ کړي له خپلو سرو کرښو تېر او په مذاکراتي بهیر کې له مقابل اړخ سره نرمي وښيي.