افغانستانخبرونه

سیاسي څېرې: مشورتي لویه جرګه د سولې په برخه کې بې اثره او د ټاکنیز کمپاین یوه برخه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د مشورتي لویې جرګې رابللو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاته دي او د  اړوندو ادارو په وینا په دې برخه کې هر ډول تیاری بشپړ شوی؛ یو شمېر سیاسي څېرې او پېژندل شوي شخصیتونه یاده جرګه د سولې په برخه کې بې اثره او د ټاکنیز کمپاین برخه بولي.

د فعالانو په اند؛ د هیواد په خراب اقتصادي حالت کې د مشورتي لويې جرګې په رابللو «۳۶۹» میلیونه افغانۍ لګول له انصاف لیري خبره ده.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د موج تحول سیاسي افغانستان رئیسه «فوزیه کوفي» په دې اړه وايي « یاده جرګه د ټاکنیز کمپاین یوه هڅه او له دولتي منابعو څخه د یوه مشخص کاندید په ګټه ناوړه استفاده کول دي چې د سولې په برخه کې هیڅ مرسته نشي کولای ».

جواد میریار یو بل سیاسي فعال هم ورته نظر لري د نوموړي په اند « مشورتي لویه جرګه اجرایوي صلاحیت نه لري او پریکړې یې د دولت په خوښه دي نو په داسې یوه جرګه پنځه میلیونه ډالر لګول د ملي منابعو د بربادۍ او د یوه مشخص ټاکنیز ټکټ په ګټه د استعمالېدلو په معنی دي».

بل لوري ته د مشورتي لویې جرګې د رابللو د کمیسیون یو تن غړی هم مني چې یاده جرګه اجرایوي واک نه لري او یوازې دولت ته مشوره ورکولای شي.

یاده دې وي چې؛تر دې وړاندې هم سیاسي فعالانو ادعا کړې وه چې؛ حکومت مشورتي لویه جرګه د واک د غځولو او د سولې په برخه کې په ځان د سیاسي ګوندونو د راټولولو په موخه کاروي.

د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم هم نن د یوې اعلاميې په خپرولو سره یاده جرګه «سفارشي جرګه» بللې وه او ادعا یې کړې وه چې په دې اړه له سیاسي ګوندونو او مطرحو اړخونو سره هیڅ مشوره نه دې شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x