افغانستانخبرونه

دولتي او بهرني عسکر له طالبانو سره په جګړه ټینګار کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې د سولې خبرې یوه حساس پړاو ته ننوتلي او ولس د طالبانو او ښکېلو اړخونو تر منځ د خبرو نیکې پایلې ته هیلمن دي؛ د بهرنیو او کورنیو ځواکونو مشران په جګړه ټینګار کوي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال «سکاټ مېلر» د افغانستان جنوبي ولایت «زابل» ته د خپل سفر په مهال وویل؛ د سولې له خبرو سره به په موازي ډول د یاغي ډلو په وړاندې د افغان ا و بهرنیو ځواکونو نظامي مبارزره روانه وي.

مېلر زیاته کړه « موږ د سولې د پروسې په منځ کې یو او له روانو خبرو بشپړ ملاتړ کوو خو له دې سره سره به زموږ جګړه لا هم روانه وي».

په ورته وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو مشر «بسم الله وزیري» ادعا وکړه چې؛ د د ولتي امنیتي ځواکونو مورال قوي دی، د هر ډول حالت لپاره بشپړ چمتووالی لري او کولای شي د یاغي ډلو په وړاندې وجنګېږي».

نوموړي خوښي وښوده چې افغان امنیتي ځواکونه له بهرنیانو سره په بشپړه همغږۍ خپل عملیات په مخ وړي.

یاده دې وي چې د ګډو ځواکونو مشران په داسې وخت کې له طالبانو سره په جګړه ټینګار کوي چې؛ طالبانو د تېرو کلونو خلاف لا هم خپل پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي او په خپلو اعلامیو کې تر ډېره په عام المنفعه کارونو ټینګار کوي.

د کارپوهانو په اند؛ د پسرلنیو نظامي عملیاتو له ځنډ څخه د طالبانو موخه داده څو د  «سولې» په برخه کې خپله نېکه اراده خلګو ته وښيي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x