ورزش

عزیز الله فضلي: افغان لوبډله یوازې پر نبي او راشد منحصره نه ده – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس عزیز الله فضلي ویلي دي چې افغان لوبډله یوازې پر دوه لوبغاړو منحصره نه ده.

د طلوع نیوز سره د مرکې پرمهال فضلي وویل چې مونږ افغان لوبډله له دغه بحرانه راوباسو چې یوازې پر دوه یا درې لوبغاړو منحصره شي.

د نوموړي په وینا هر لوبغاړي ته په احترام او قدر، خو کرېکټ بورډ او قانون تر هر چا لوړ دی، لوبغاړي باید ځانته قوت جوړ نشي دوی به هرو مرو د خپلو کړنو سزا ویني.

د افغانستان کرېکټ لوبډله اوس په هغه حالت کې نه ده که یو دوه اوسني لوبغاړي په کې نه وي له بحران سره مخ شي، افغانستان ستر استعداد لري، «مونږ نړیوال جام ته ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کوو خو تر اتیاو نور چمتو شوي لوبغاړي لرو».

ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا راشد خان او محمد نبي ته به د قانون له مخې سزا ورکوي او که نه؛ فضلي زیاته کړه چې «لومړی خو باید داسې نه وای شوي، ددوی ګیله هغه مهال پرځای وه چې شخصا یې له کرېکټ بورډ یا غوراوې کمیټې سره اړیکه نیولې وای».

خو اوس چونکې کار شوی نو افغان کرېکټ بورډ هر لوبغاړي ته د قانون له مخې د سزا ورکولو صلاحیت لري، خو د ځینو مصلحتونو او شرایطو پر بنا او یا ځینې لوبغاړي دومره پاخه نه وي او نه هم کافي تجربه لري چې ددوی ددغه کار عواقب به څه وي، نو کرېکټ بورډ د زیاتره وخت د درګذشت پالیسي عملي کوي، خو دا په دې معنا نه چې کرېکټ بورډ ته زیان ورسیږي.

عزیز الله فضلي د تېر لوبډلمشر اصغر افغان په اړه وویل چې هغه له ډیرې مودې راهیسې فیټ نه دی، عملیات یې ترسره کړل، او اوس هم د پښتورګو ناروغي لري، پر همدې اساس کرېکټ بورډ د یوه نوي لوبډلمشر ټاکل غوره وګڼل.

فضلي زیاته کړه چې هغه اوس هم د لوبډلې مهم غړی دی، هر وخت چې په بدن فیټ وي او وکولای شي لوبه وکړي هرو مرو به لوبډله کې شاملیږي.

د اصغر افغان په اړه ویل کیږي چې نوموړی له ۲۳ کسیزې لوبډلې سره یوځای سویلي افریقا ته نه دی تللی، خو د ځینې راپورونو پر بنا نوموړی له کرېکټ بورډه خفه دی اوسمهال په کابل کې دی او نه غواړي سویلي افریقا ته ولاړ شي.

خو عزیز الله فضلي د نوموړي په اړه وویل چې د لوبډلې د مدیر د معلوماتو پر اساس هغه عربي اماراتو ته د پښتورګو تداوۍ لپاره تللی، چې له هغې وروسته به سویلي افریقا ته سفر ولري.

د یادونې ده چې تېره اوونۍ افغان کرېکټ بورډ اصغر افغان له لوبډلمشرۍ ګوښه کړ او درې بېلا بېلا مشران یې پرځای وټاکل، ددغې پریکړې سره محمد نبي او راشد خان د ټولنیزو رسنیو له لارې مخالفت څرګند کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x