افغانستانخبرونه

اذربایجان، افغانستان ته د تلونکو الماني الوتکو پروازونه ځنډولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): اذربایجان هیواد، افغانستان ته د تلونکو هغو الماني الوتکو پروازونه ځنډولي چې په افغانستان کې مېشتو الماني ځواکونو ته یې تجهیزات لېږدول.

تسنیم خبري اژانس د یوې المانۍ رسنۍ له قوله لیکي « دغه پروازونه چې تر دې وړاندې په اونیز ډول له اذربایجان څخه د افغانستان شمالي ښار مزارشریف ته کېدل د اذربایجان له لوري درول شوي».

د مطلب په ادامه؛ تر دې وروسته المان اړ دی څو د خپلو اکمالاتي الوتکو لپاره بل مسیر ولټوي.

یاده دې وي چې؛ دا پروازونه په اوونیز ډول په مزار شریف کې د مېشتو الماني ځواکونو مرکز ته کېدل چې اوس د اذربایجان له لوري ځنډول شوي.

المان په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې «۱۳۰۰» ځواکونه لري چې زیاته برخه یې په مزار شریف کې مېشت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x