د مخابراتو پخوانی وزیر د محکمې لخوا نغدي جریمه شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي په دنده کې د غفلت له کبله دولس زره افغانۍ جریمه شوی دی.

عبدالرزاق وحیدي په دنده کې د فساد، غفلت او په سمه توګه سرته نه رسونې له کبله د عدلي او قضایي مرکز د محکمې لخوا مجازات او په ۱۲ زره افغانۍ جریمې ورکولو مکلف کړل شو.

تېر ۲۰۱۸م کال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وحیدي په اداري فساد، له دندې ناوړه ګټه اخیستنه او په کریدت کارتونو کې د ۱۰سلنې مالیې په نه رڼښت تورن او د ولسمشر لخوا د یو نیم کال لپاره له دندې لرې کړل شوی و.

که څه هم وروسته محکمې نوموړی د دلایلو په نشتوالي له پړتیا وویست او وبښل شو خو اوس یو وار بیا د محکمې پریکړې پر بنسټ وحیدي ۱۲زره افغانۍ جریمه شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Karwan
میلمه
Karwan

يو ځوک چه په اداري فساد تورن او خيانت يي کړي وي لکه وحيدي، ځاي ئي زندان دي او بايد ټوله دارائي حکومت ورڅخه واخلي. اما افغانستان نه حکومت لري او نه قضا. وحيدي به د دولسزره افغانويو په جريمه ښه اتڼ کړي وي. اوس نو بايد له دي نه هم غټ فساد ته ورمخه کړي. غلامانو لعنت ستاسي په حکومت او قضائي ادارو. کاروان

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

جوړ په خیر،
که چیری د ستا کاروان ودرول شی او ښه قاضی ته وړاندی شی.کیدای شی په عمر بند محکوم شی.ا..ا
و او ټول کاروان مال دولتی ضبط شی ،دا د چور مال په یتیمانو پسی وویشل شی.

Karwan
میلمه
Karwan

غمي خانه ځکه په قهر شوي، حقيقت ته غاړه نه ژدي او ته هم دهمدغو ## له جملي ئي. کاروان

Karwan
میلمه
Karwan

بلي غمي خانه دغه دوحيدي دچور مال دضبط شي او په يتيمانو دوويشل شي . ما خو نه چور کړي او نه په سياست ، دولت او يا کوم حزب کي کار کوم . کاروان

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

جوړ تازه.
سیاف هم وایی چه نه می چور کړی.اونه دولتی چوکی لرم.اوسنی سیاست کی هم ګوتی نه وهم.
خو بیا هم ارګ ته هره میاشت ځی خپله برخه د ډالرو ایرو توری کڅوړی په شا واړوی پغمان شنی دره ته وخیږی او عیش کوی.
هسی نه چه ته هم میاشتنی کڅوړه په شا اړوی ،او خپل عیش کوی،

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دوولس زره روپۍ جریمه؟ سدو وویل: بېچاره به دا دومره ډېری روپۍ له کومه لاسته راوړی؟ غندو ورته وویل: که څه هم د دومره وړوکی اختلاس او کاری غفلت په وړاندی دا لوی مجازات( درنه! جریمه) لویه بې عدالتی ده خو باید په هره توګه چي وي دا روپۍ پیدا او جریمه تحویل کی. سدو وویل: دوولس زره روپۍ بیخی ډېری دی، چي دوولس زره کاله د لالاسوبا شاګردی وکی لاسته ئې نه سی راوړلای. غندو وویل: دومره د تشویش خبره هم نده، چي فقط خپله نیکټائی او د چپې پښې بوټ درې ورځی په کِریه ورکی دوولس زره روپۍ… نور لوستل »