education

طالبان: له علم پرته بريا او پرمختګ ته نشو رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د ښوونې او روزنې او لوړ زده کړو کميسيون د هيواد له ښوونيزو ادارو او مسؤلينو غوښتي چې د افغان ځوانانو د ښې تربيې له پاره په ښه توګه کار وکړي.

ددې کميسيون له لوري د نوي ښوونيز کال د پيل کېدو په مناسبت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يرغلګر او د هغوی پلويان د ځوانانو او علمي خلکو د عقيدې او فکر د خرابولو هڅی کوي او په دې اړه له بېلابېلو لارو چارو کار اخلي نو په همدې توګه مسؤلین بايد خپلو چارو ته په ښه توګه پاملرنه وکړي او دا خپل لومړيتوب وګڼي.

خبرپاڼه زياتوي چې د افغانستان په څېر يو جنګ ځپلی هیواد هيڅکله د پوهې او علم پرته بريا او پرمختګ ته نشي رسېدلی نو په همدې توګه د پرمختګ او اسلامي نظام د راتګ له پاره له پوهې پرته بله لاره نشته.

»د عالي تحصیلاتو اداره د خپلې اسلامي وجیبې له مخې هڅه کوي، تر څو د اشغالګرو او د دوی د مزدورانو د یادو شومو اهدافو مخه ونیسي او پر ځای یې ځوان او لوستی کهول په اسلامي عقیده، نبوي اخلاقو او سوچه اسلامي فکر سمبال کړي.

دا یو منل شوی حقیقت دی، چې د افغانستان په څېر یو جګړه ځپلی هېواد، هیڅکله هم د علم او پوهې له عامولو پرته د بریا بله لار نه لري، له همدې امله د تعلیم او تربیې د سطحې له لوړولو پرته د یوې سوچه پرمختللې اسلامي ټولنې رامېنځ ته کول ناشوني دي.«

په خبرپاڼه کې له استادانو او محصلینو څخه غوښتل شوي دي چې د هيواد د يرغل په اړه عام خلک د بهرنيو د يرغل په اړه په فکري توګه وپوهوي او په دې برخه کې خپله علمي او فرهنګي مبارزه وکړي او د افغان ځوان نسل د سالمې روزنې او تربيې له پاره هلې ځلې وکړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو د لوړو زده کړو او ښوونې او روزنې کميسيون فعاليتونه پراخه کړي دي او په افغانستان کې د دوی له واک لاندې سيمو کې فعاليت کوي او د ښوونځيو ښوونيز بهير څاري.

ددې ترڅنګ د زده کوونکو د علمي کچې د لوړتيا په موخه د ښوونځيو د زده کوونکو له پاره ځینې ښوونيزې سيالۍ هم برابروي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هارون
میلمه
هارون

طالبان دې په روښانه توګه د ساینس او ټکنالوژۍ په زده کړو تاکید وکړي. خلک سم نه پوهېږي چې طالبان علم څه ته وایي؟ یواځې د مدرسې په زده کړو نه شل کېږي او که د هغوی په اند همدا ټول علم وي، نو خدای دې د دوی علم ته خیر پېښ کړي. مننه