روغتیا

له خوراک وروسته ژر پرېوتل څه تاوان لري؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۸ل): په عام ډول له خوراک وروسته د انسان بدن د سستۍ ښکار کیږي، لامل یې دا وي چې په بدن کې د وینې جریان په موقتي ډول سست شي.

تاسې به ډير له مشرانو اوریدلي وي چې له خوراک وروسته ملاسته د روغتیا لپاره ښه نه ده، خو ایا رښتیا هم د طب له نګاه نه دا سم کار نه دی؟

ویل کیږي چې له خوراک وروسته سمدلاسه ملاسته کول له معدې څخه خواړه بیرته حلق ته راولي چې په پایله کې د معدې او سینې سوزش لامل کیږي.

که تاسې له غرمې خوراک سمدلاسه وروسته خوب کوئ نو بدن کې مو د میټابولزم ماده سستیږي، چې د وخت په تیریدو د چاغوالي ناروغۍ لامل کیږي.

همدا ډول د شپې لخوا ناوخته خوراک کول ستاسې خوب له منځه وړي، طبي پوهان وایي د شپې خوراک او خوب ترمنځ باید لږ تر لږه دوه ساعته وقفه وي تر څو مو خواړه په سمه توګه هضم شي.

په اصل کې د خوراک هضمیدل په ولاړه یا په ناسته کیږي، نو که چیرې یو کس له خوراک وروسته پریوځي خواړه یې په سمه توګه نه هضمیږي، او د وخت په تیریدو د هاضمې ټولو سیستم ستونزمن کیږي، چې د ډول ډول ناروغیو لامل کیږي.

ددې ناوړه عادت څخه یو شمېر ستونزې رامنځته کیږي خو د خیټې پړسوب او په معده کې د ګازو جمع کیدل یې سترې ستونزې دي.

که چیرې مو له خوراک وروسته ملاستې ته زړه وي نو لږ تر لږه ۲۰ دقیقې انتظار وکړئ او یا هم سوکه قدمونه واخلئ، تر څو مو خواړه هضم او له نورو ستونزو وژغورل شئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x