نړۍ

سوریه: ددرعا له ښارڅخه دځواکونو وتل پیل شوه

syreya_troops_leave_deraa (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۶) دمشق: نن سهاردسوریی هیواد ددرعا له ښارڅخه دوسلوالو ځواکونو په وتلو پیل وکړ، ددرعا له ښارڅخه عیني شاهدانو خبرورکړی دي وایی مونږ وینو چي عسکري شوبلي او موټري له ښاره دوتو په حالت کي دي.

دسوریی هیواد یوي حکومتي خبري سرچیني خبرورکړی وو چي زمونږ دځواکونو ننوتل ددرعا وښارته ددرعا دښاردخلګو غوښتنه وه اومونږ ددرعا دولسي وګړو له غوښتني سره سم وښارته عسکري ځواکونه لیږلي

، نوموړي زیاته کړه ددرعا په ښارکي څو کسو ترهګرو بغاوت کړی وو، او دهیواد دګټو په خلاف یی وسله پورته کړي وه، نو ځکه خلګو د وسلوالو عسکرو غوښتنه کړی وه ترڅو ترهګر وځپي، اوس چي حالات بیرته عادی شوی  دي اکثره ترهګرونیول شوه نور دوسلوالو ځواکونو ضرورت نه لیدل کیږي ځکه مو عسکربیرته له ښاره را وایستل.

له بله لوري د سره صلیب نړیوالي ټولني ددرعا دخلګو په اړه اندیښنه ښودلی ده او دسوریی له حکومت څخه غوښتنه کړی ده ترڅو ددوی کسانوته اجازه ورکړي چي دخلګو دژغورني ډلي سیمي ته ولیږي،

په دمشق کي دسره صلیب دنړیوالي ټولني مشر خبري رسنیوته ویلي په درعا کي دوسلوالو ځواکونه له ننوتلو څخه وروسته خلګ له ډیروستونځو سرمخ دی، کچیري مرستدویه ټولنی درعاته ژر ځانونه ونه رسوي هلته به لوی بشري ناورین رامنځ ته شي.

دملګرو ملتونو دټولني ویاند هم خبرورکړی دی چي ډیر ژر به دنړیوالي بشري ټولني یو پلاوي سیمي ته ولاړشي ترڅو په ښارکي دخلګو وضعیت وڅیړي،

دسوریی او اردن پرپولو باندي دبی بی سی خبریال وویل ما داسي ویدیوګاني ترلاسه کړی دی چي دسوریی وسلوال ځواکونه ددرعاپه ښارکي پرسړکونو اوکوڅوکي پرعامو خلګو ډزی کوي داسي عسکر هم لیدل شوی دی چی خلګ یی په وهلواوډبولو سره وژلي دي، نوموړي زیاته کړه ماولیدل چي دیوي کورنی دري کسه دعسکرولخوا ووژل شول چی مړي یی ترډیره وخته پوری پرمیدان باندي پراته وو

په دمشق کي دانساني حقوقو دټولني دفتر خبرورکړی دي چي دسوریی وسلوالو ځواکونو دودانیو پرسرونو باندي نښه ویشتونکي عسکر ځای پرځای کړی دي اولاندي کوڅو کي چي هرڅوک تیریږي دوی ورباندي ډزی کوی او وژنی یی،

ددرعا په ښارکي دروغتونونو ډاکټرانو وویل دتیرو دوو ورځو په جریان کي روغتونونو ته ۲۴۴ مړي راوړل شوی دي چي ډیری یی وړوکی ماشومان دي له ښارڅخه یوه عیني شاهد خبرورکړ وایی ما ولیدل چي تر ۲۴ ساعتونو پوریمړي پرسړکونو پراته چي وروسته دنامالو خلګو له لوري دهغوي جسدونه پورته شوی او چیرته غورځول شوی دی.

په دمشق کي دبشري ټولنی دفتر خبرورکړی دی، وایی مونږ نه پوهیږو چي دسوریی عسکرو دي پروسلوالو باندي جوابي ډزی کړي وي، لکه څرنګه چي دسوریی حکومت دعوه کوي چي مونږ په درعاکي دترهګرو دځپلو لپاره عملیات پیل کړیوو، ترڅو ددرعا په ښارکي امن او استقرار قائم کړو.

له بلي خوا څخه دسوریی ولس نن دجمعي په ورځ یوځل بیا په ټول هیواد کي دمظاهرو او لاریونونو خبرورکړی دي او دغه جمعه یی ددحکومت لپاره دضرب الاجل په نامه سره نومولي ده.

 دسوریی دوسلوالو ځواکونو له لوري دملکي خلګو وژل دنړیوالو له خوا په سختو ټکو سره غندل شوی دي، داټالیی اوامریکي هیوادونو  دسوريی دوسلوالو ځواکونو له لوری دعامو خلګو وژنه بشری ناورین بللی دي،

داټالیی دبهرنیو چارو وزیري دامریکي دبهرنیو چارو له وزیری سره په یوه ګډه خبري غونډه کي زیاته کړه، چي نړیواله ټولنه باید ژرترژره دسوریی پرحکومت باندي دبندیزونو پرلګولو باندي غور وکړی.

داسي ګمان کیږي چي دسوریی هیواد کي دخلګو له پاڅون څخه بیا تراوسه پوری ۵۰۰ کسه دپولیسو له لوري وژل شوی او څه دپا سه ۱۵۰۰ کسه نیول شوی دي، خو په سوریه کی دبشري ټولنی دفتر بیا دمړو او دوژل شویو کسانو شمیره له دي څخه زیاته ښیی.

دسوریی امنیتي ځواکونه ددرعا وښارته خبریالان نه پریږدي ترڅو دوژنو اوډبونو دقیق مالومات نړیوالوته څرګند کړی

بخت الرحمن بخت…………نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x