ملګري ملتونه د سولې پروسه کې د ښځو پر رول ټینګار کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی وايي د سولې روانه پروسه کې د ښځو پراخ حضور ته باید پام وشي.

تدامیچي یاماموتو په کندهار کې یوې غونډې ته وویل، ښځې او ماشومان حق لري چې په امن کې ژوند وکړي، په وینا يې ټول خلک دروند مسؤلیت لري چې د سولې پروسه کې د ښځو حضور ته پام وکړي.

یاماموتو زیاته کړه، دوی باور لري چې افغان نارینه او ښځې باید د سولې په برخه کې شریکې هڅه وکړي.

د هغه په خبره نه غواړي د ښځو په برخه کې «شته لاسته راوړنې» له لاسه ورکړي.

په افغانستان کې د بشري حقونو د کمیسیون مشرې سیما سمر هم یادې غونډې ته په خبرو کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.

کندهار کې د ملګرو ملتونو د استازي له لوري د ښځو یاده غونډه د هغې لړۍ کړۍ ده چې دې دفتر د «افغان ښځو سرې کرښې» تر سر لیک لاندې څلور اوونۍ وړاندې را پیل کړې ده.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وروسته قطر کې په کېدونکې بین الافغاني ناسته کې هم څو تنه ښځې شته.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

و دی سوډر ياماموتو ته لکه چی تر اوسه چا ندی ويلی چی افغانستان ډيرکلک اسلامی هيواد دی ، دا شوده دی افغان پتمنی ښځی په هغو رنډيانو نه قياسوی چی د دوی سره کښته پورته او څنګ څنګ ته کيږی.