روغتیا

امریکا کې غلطې تداوۍ «۱۲۵۰» زده کونکي په ایډز ناروغۍ اخته کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا په سیاتل ښار کې د یوې طبي تداوۍ لاندې چې تر «۱۲۵۰» زده کونکي د ایډز په خطرناکه ناروغۍ او د پښتورګو په انفیکشن اخته شوي دي.

ددغې ښار په ۱۲ بېلا بېلو مکتبونو کې د غاښونو غلطې تداوۍ د « Neighborcare Health» شرکت لخوا چې د خلکو عامه مفته تداوي کوي- ترسره شوې، دغې شرکت په یوه لیک کې د یادې پېښې په اړه بشپړ سپيناوی کړی.

د غاښونو تداوۍ پرمهال د استعمال ناوړه وسایل او د ناپاکۍ له کبله د یو شمېر باکتریاو راټولیدل چې د ۲۰۱۷م کال څخه د تېرې مارچ میاشتې پورې ترسره شوي د سلګونو کوچنیانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

دغه شرکت زیاتوي چې دوی د ایډز او انفیکشن خپریدو مخنیوي لپاره له ځینو لارو کار اخیستی و خو نورې غلطیانې ددې لامل شوې چې کوچنیان د ایډز په څېر په خطرناکې ناروغۍ اخته کړي.

د Neighborcare Health شرکت په خپل لیک کې کاږلي چې دغه زده کونکي د ناروغۍ په خطرناک پړاو کې نه دي او نه یې هم ددې په اړه کوم جدي راپور ترلاسه کړی دی، دوی د لیک په پای کې رسمي بخښنه هم غوښتې ده.

د راپورونو له مخې دا لومړی ورا نه دی چې دغه شرکت دا ډول غلطه تداوي کوي او یو شمېر خلک په جدي ناروغیو اخته کوي، ددوی ناوړه وسایل او ناپاکه تداوي ددې ستونزو لامل شوې ده.

د ۲۰۱۸م کال په دیسمبر میاشت کې د یاد شرکت تداوۍ او په نامناسبه طریقه درمل ورکولو له کبله په سادل بروک ښار نیو جرسي ایالت کې ۳۰۰۰ کسان د ایډز او د پښتورګو انفیکشن په ناروغۍ اخته شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مختار

دا لا آمریکا ده وای هلته داکتران شه دی هههههه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x