ملا عبدالسلام ضعيف؛ اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفير

ضعیف: ملي اجماع ته یوازې د شخصي ګټو لپاره هڅه کېږي-ويډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، ملي اجماع امکان نه لري خو یوازې د شخصي ګټو، د واک د بقا او پروژو په بڼه يې یادېږي.

هغه له ازادي راډيو سره مرکه کې ویلي، «ملي اجماع د چنګښو من دی، هیڅکله به پوره نه‌شي، له طالبانو پرته چې د افغانستان جز دي، ملي اجماع ناممکنه ده.»

ښاغلي ضعیف دا هم ویلي چې حالات دې ته برابر دی چې ملي اجماع ته اړتیا نه پېښېږي، بلکې خلک باید لاس پکار شي چې سولې ته کار وکړي.

دا چې ګاونډیان د سولې په برخه کې څومره رول لرلی شي، ښاغلی ضعیف وايي، پر بل چا اتکا پکار نه ده، افغانان باید پخپله د خپل برخلیک لپاره کار وکړي.

د نوموړي په وینا د دې پر ځای چې پر سوله د اغېز او د ې بهیر کې د ګاونډیانو پر رول خبره وشي، باید په سیمه کې دا باور رامنځته شي چې زموږ سوله د چا په زیان نه ده.

ښاغلي ضعیف د قطر د راتلونکې ناستې په تړاو وویل، چې طالبانو کوم محدودیت نه دی وضع کړی او هر څوک کولی شي د افغانانو په توګه هلته ګډون وکړي.

په وینا يې طالبان حکومت په رسمیت نه پېژني، نو ځکه خو که هلته حتی «اشرف غني لاړ شي هم، د یو افغان په حیث، نه د حکومت د استازي په حیث» تللی شي.

نوموړي د طالبانو او امریکا د تېرو ناستو په تړاو وویل، چې د امریکا په وتلو او دا چې افغان خاوره به بل څوک د امریکا پر ضد نه کاروي، هوکړه شوې ده.

ښاغلي ضعیف روانه جګړه د امریکا لپاره نه ګټونکې، اقتصادي ملاماتوونکې او تاريخي اوږده جګړه یاده کړه، چې هرو مرو ترې پښې سپکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د