د حامد کرزي وخت کې د «لويې جرګې» په نوم یوه غونډه

د مشورتي لويې جرګې لپاره د ګډونوالو ټاکنه پیل شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د سولې لپاره د مشورتي لويې جرګې د ګډونوالو ټاکنه له ولایتونو پیل شوې ده، چې د روانې میاشتې تر شلمه «سبا سه شنبې» پورې باید د ولایتونو وروستی لیست کابل ته را ورسېږي.

د دې جرګې د جوړېدو لپاره د ټاکل شوي کمیسیون ویاند سید علي کاظمي وايي، د لويې جرګې ګډونوال به نیمه انتخاباتي وي.

د هغه په وینا هغه کسان چې له خپلو سیمو استازي ګماري باید عمر يې تر ۱۸کلنۍ ښکته نه وي او هغوی چې غواړي استازي شي باید تر ۲۳ کلنۍ کم عمر ونه لري.

کابل، کندهار او دایکندې هغه درې ولایتونه دي چې د لويې جرګې د ګډون لپاره ترې د کسانو د غوراوي کارونه پیل شوي دي.

په ورته وخت کې سیاسیون دا جرګه یوازې د ټاکنیز کمپاین یوه برخه بولې او د سولې په برخه کې يې اغېزمن ګام نه بولي.

حنیف اتمر چې راتلونکو ټاکنو ته هم نوماند دی، وايي دا جرګه مشورتي نه؛ بلکې سفارشي ده او له سیاسي جریانونو سره هیڅ مشوره پکې شوې نه ده.

پر اشرف غني تور دی چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته يې تر وخت وړاندې کمپاین پیل کړی دی ولایتونو سفرونه کوي او دا جرګه يې هم د کمپاین یوه برخه ده.

په ورته وخت کې د ټاکنو کمیسیون وايي، د نوماندانو تر نهایي لیست وړاندې دوی ورسره احتمالي نوماندان دي او د تر وخت مخکې کمپاین اړوند يې کوم اقدام نه‌شي کولی.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم وايي، چې ملي اجماع یوازې د واک ساتنې، پروژو او شخصي ګټو لپاره یادېږي، کنه «د چنګښو من دی، چې هیڅ امکان نه لري.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د