افغانستاننړۍ

امریکايي پوځ مسلمانه شوې عسکره «تروریسته» بولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا پوځ کې هغه عسکره چې افغانستان ته هم له مسلمانانو سره د جګړې لپاره راغلي وه، په ۲۰۱۶ز کال کې مسلمانه شوه، خو شکایت کوي چې نور پوځيان ورته توهین کوي.

«اې بې سې نیوز» د دې عسکرې په حواله پر ټویټر پاڼه لیکلي، «سیسیلیا والدو وینوس» وايي، د خپل حجاب له امله يې یوه رتبه هم له لاسه ورکړې ده.

دا ۲۶ کلنه عسکره تر دې وړاندې بریدمنه وه، خو دا چې په پوځي لیکو کې له یونیفورم سره یو ځای پړونی هم تر سر تړي، د بریدمنۍ رتبه يې له لاسه ورکړې ده.

هغه وايي د هغو ملګرو پر ضد چې دا د مسلمانۍ له امله «تروریسته او داعشۍ» بولي د رسمي شکایت هوډ لري.

سرچینه د هغې پر حواله لیکي چې قومندان يې ورسره نا مناسب چلند کړی او امر يې ورته کړی چې باید پړونی له سره ورغوځوي.

د پنټاګون د معلوماتو پر اساس شاوخوا پنځه زره مسلمان عسکر د امریکا پوځ کې شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x