افغانستان

سمنګان؛ یو عسکر پر خپلو دوو ملګرو ټوپک ور اړولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د سمنګان په مرکز کې یو عسکر پر خپلو دوو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور اړولي او په تېښته بریالی شوی دی.

پېښه د مرکز اړوند رباطک سیمه کې شوې ده، چې دوه عسکر وژل شوي او بریدګر له یو ټانګ سره تښتېدلی دی.

د سمنګان ځايي چاراکو د پېښې په تړاو څه نه دي ويلي، خو طالبانو د پېښې پخلی کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې بریدګر دوی ته سلامت ور رسېدلی او «تود هرکلی» يې شوی دی.

مجاهد نه دي ویلي چې هغه د دوی نفوذي ملګری و، خو لیکلي يې دي: «یو تن بااحساسه عسکر خپل دوه ملګري عسکر وژلي، یو ټانک، ډیره وسله او مهمات یې ترې راوړي او له مجاهدینو سره یوځای شوی دی.»

دا د خپل ډول لومړۍ پېښه نه ده، تر دې وړاندې افغان عسکرو پر خپلو بهرنیو همسنګرانو هم ټوپک ور اړولی، چې یا هم بریدګر وژل شوی یا سلامت طالبانو ته ورغلی دی.

شنونکي دا ډول بریدونه د امنیتي ځواکونو تر منځ د بې باورۍ اوج بولي او اندېښنه ښيي چې په داسې جګړه‌ییزو حالاتو کې دا ډول پېښې د عسکرو روحیه او باور نور هم ځپلی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x