افغانستان

احمد فريد بسيم د بغلان نوی والي وټاکل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو له لوري احمد فريد بسيم د بغلان د نوي والي په توګه وټاکل شو او نن په دې ولايت کې اړوندو چارواکو ته وروپېژندل شو.

نوموړی نن د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ معين ډاکټر تيمور شاران له لوري د بغلان ولايتي ادارې مسؤلينو او اړوندو چارواکو ته د والي په توګه وروپېژاندل شو.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ډاکټر تيمور شاران د بغلان د پخواني والي عبدالحی نعمتي هڅې وستايلې او زياته يې کړه چې نوموړي د حکومتولۍ او متوازن انکشاف په برخه کې ډېر کار کړی و.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې تر ډېره په دولتي دندو چارواکي نه پاتې کيږي او د بېلابيلو علتونو له وجې استعفاوې ورکوي چې له امله يې د حکومت ګڼې ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا بی شرمه منافقين وچاته لاسونه پورته کوی او د څه لپاره ، دا بی دينه بی همته د چانه کومک اخلی او د څه لپاره .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x