د مخابراتو پخوانی وزير پر درې کاله بند محکوم شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د مخابراتو او ټکنالوژۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي په درې کاله بند محکوم شوی دی.

لویه څارنوالي وايي پر هغه تور و، چې له صلاحیتونو يې بده ګټه اخیستې وه او وظیفوي غفلت يې کړی و.

طلوع‌نیوز د لويې څارنوالۍ په حواله لیکي چې ښاغلي وحیدي څرخي پله زندان ته وړل شوی او په درې کاله بند محکوم شوی دی.

د ورځې په اوږدو کې داسې خبرونه هم خپاره شول، چې نوموړی یوازې ۱۲زره افغانۍ نقدي جریمه شوی دی، خو تازه معلومات ښيي چې تر زندانه رسول شوی دی.

پر ښاغلي وحیدي تور دی، چې شاوخوا ۱۶ میلیونه افغانۍ يې چور کړې او ۳۷ کسان يې پر خپل سر په مخابراتي اداره «اترا» کې ګمارلي دي.

د نوموړي د لومړۍ محاکمې غبرګون کې د اجراییه ریاست مرستیال محمد محقق توند غبرګون وښود او د ټلیفوني اړيکو لس سلنې ماليې ورکېدلو لامل يې د ماليې د وخت وزیر اکلیل حکیمي یاد کړ، چې د ده په وینا «خبیثه حلقه» کې برخه لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا دری کاله بند،؟ به دی په کومو لوکسو هوټلو کی تير کړی د ډوبۍ ، پاريس ، لندن او که د نيويارک ؟