افغانستان

پاکستان د افغان اتباعو د کار او تجارت پر ویزو فیس وضع کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان حکومت په یوه تازه اقدام کې د هغه افغانانو چې پاکستان ته د تجارت او کار لپاره ځي، پر ویزو مشخص فیس وضع کړی دی.

د پاکستان سفارت پر خپل ویبپاڼې لیکلي چې د پاکستان حکومت به له هغه افغانانو چې د تجارت او کار لپاره پاکستان ته ځي له ۱۲۰ ډالرو څخه تر ۲۴۰ ډالرو پورې فیس اخلي.

د سفارت د معلوماتو له مخې د یو ځل تګ او دیرش ورځو پاتې کیدو ویزې فیس ۱۲۰ ډالر، تر یو ځل زیات تګ او تر یو کال پورې ویزې او تر ۹۰ ورځو پورې پاتې کیدو فیس ۱۸۰ ډالر او تر یو کال زیاته ویزه د ډیرو یا ملټیپل انټریانو او ۹۰ ورځو پورې پاکستان کې پاتې کیدو فیس ۲۴۰ ډالر دی.

د کار او تجارت ویزې په کابل کې د پاکستان سفارت لومړۍ کړکۍ کې د غرمې له ۳ تر ۵ بجو پورې ورکول کیږي.

پاکستان وايي چې اوسمهال دوی هره ورځ ۲زره افغانانو ته ویزې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x