
افغانستان
پخواني سیلاب ځپلي د مرستې غږونه کوي، د تازه سیلابونو اټکل شوی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت وايي، وروستیو سیلابونو په ټول هېواد کې شواخوا ۳زره او پنځه کورونه بشپړ او ۸۸۹۲ نور يې یو څه تخریب کړي دي.
د دې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، چې په فاریاب، بادغیس، بلخ، جوزجان، هرات، بدخشان، نورستان، سرپل، کونړ، بغلان او سمنګانو کې شاوخوا ۱۶۹ تنه مړه، ټپیان او ورک شوي دي.
د دې تر څنګ دوه ښوونځي، ۴۷ پلونه او ۲۲۴ کیلومتره سړک هم تخریب شوي دي.
په ورته وخت کې د هوا پېژندنې اداره وايي راتلونکو پنځو ورځو کې د توندو سیلابونو راوتلو امکان موجود دی.
دې ادارې په خپرو کړو معلوماتو کې د هېواد په نهو ولایتونو کې سبا او بله ورځ «سه شنبه او چهارشنبه» د توندو ورښتونو اټکل کړی دی.