افغانستان

شنونکي: د حکومت «مصالحې شورا» اغېزناکه نه‌شي ثابیتېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ محمد اشرف غني د مصالحې په نوم له ۳۷کسیزې شورا سره ناسته وکړه چې ۲۲ تنه يې د مذاکراتي ټيم په ډول هم وګمارل شول.

شنونکي وايي د دې شورا په ټاکلو او د مذاکراتي ټیم په ګمارنې کې مشورې نه دي شوې، ځکه خو ښايي اغېزناکه هم ثابته نه‌شي.

د خلاصون د شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا وايي دا شورا له مشورې پرته جوړه شوې ده چې هرو مرو به نیمګړتیاوې ولري.

د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي، اشرف غني د دې شورا په جوړولو او له دې شورا څخه د مذاکراتي ټیم په ګمارنه کې هم له «چل او فریب» نه کار اخیستی دی.

هغه په یوه راډيويي بحث کې د مذاکراتي ټیم کسان کمزوري یاد کړل او په وینا يې ګمارنه کې يې د شورا غړي هم پوره نه و: «عبدالله پکې نه و، حکمتیار صاحب پکې نه و او ګډونوال هم خبر نه و، چې دلته اوس کومه ګمارنه کېږي، که کومه مشوره!»

د هغه په ویناد سولې شورا او پخپله د عمر داودزي په موجودیت کې دا ډول یوې بلې شورا ته اړتیا نه وه، خو یوازې حکومت غواړي چې د سولې پروسې پر وړاندې خنډونه پیدا کړي.

هغه د غني هغه شرط هم نا مناسب وباله، چې ګواکې مذاکراتي ټيم کې باید داسې څوک نه وي چې د «اتلس کلنو لاسته راوړنو» ضد څرګندونې يې کړې وې.

د هغه په وینا: «طالبان پخپله غني ګوډاګی بولي، افغانستان اشغال بولي او جهاد ورسره کوي، د دې تر څنګ به دې پلاوي کې داسې کسان وي چې ډاکټر غني به غیر مشورع بولي او غیر مشروع هم دی، ځکه چې عبدالله او ده پنځه کاله دیکتاتوري وکړه.»

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم ورته څرګندونې لري، هغه په یوه راډيويي مرکه کې ویلي، ملي اجماع ته هیڅ اړتیا نشته، بلکې حالات پخپله سولې ته برابر دي او ولس باید لاس پکار شي.

حکومت تېره ورځ د مذاکراتي ټیم په ډول عبدالسلام رحیمي، یونس قانوني، کلیم الله نقیبي، حسینه ساپۍ، عبدالحکیم منیب، اسماعیل خان، ضرار احمد مقبل، صادق مدبر، استاد اکبري، حاجي دین محمد ، عطا‌ءالله لودین، مېرمن شاګل رضايي، عبدالله قرلق، صالح محمد سلجوقي، شمیم کټوازی، محمد عمر ببرکزی، عبدالخالق بالاکرزی، مولوي جوره، عزیزالله ارال، فضل کریم ایماق او جمال الدین بدر وټاکل، چې له منځه به يې د قطر راتلونکې ناسته کې ګډونوال هم وګمارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x