
د آی پي ایل په ننۍ سیالۍ کې درې افغان لوبغاړي لوبیږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹ وری، ۱۳۹۸ل): د هند غوره لیګ سیالیو دولسم پړاو کې نن د دوشنبې په ورځ درې افغان لوبغاي په یوه ورځ لوبیږي چې دوه په یوه او یو په بله لوبډله کې ځای لري.
دغه سیالۍ چې د سنرایزز حیدر اباد او کینګز الیون پنجاب لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن په کې د یوه بل پر وړاندې لوبیږي.
راشد خان او محمد نبي په حیدراباد لوبډله کې او مجیب الرحمن په پنجاب لوبډله کې دی، چې لوبه پېل شوې او د راشد لوبډله توپوهنه کوي.
Two changes for the home team whereas the @SunRisers field the same squad #KXIPvSRH pic.twitter.com/cbGe60EUKg
— IndianPremierLeague (@IPL) April 8, 2019
مجیب الرحمن په لومړي اور کې د محمد نبي د لوبډلې مهمه ویکټه «جوني بیرسټو» وغورځوله، بیرسټو په تېرو پرلپسې لوبو کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړې ده.
محمد نبي د آی پي ایل په روان پړاو کې تر ټولو ځلیدونکی لوبغاړی دی، چې په لږو منډو ورکولو سره یې په یوازې درې لوبو کې ۷ لوبغاړي سوځولي دي، خو راشد خان چې ۴ ویکټې یې اخیستې دي د توقع سره سم لا نه دی ځلیدلی.
بل خوا مجیب الرحمن چې په روان پړاو کې یې دریمه سیالۍ ده، تر دې دمه درې لوبغاړي سوځولي دي.