پاکستان د تورخم-جلال اباد دویم سرک لپاره ۵۰۰ میلیونه کلدارې اعلان کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان حکومت د تورخم-جلال اباد لویې لارې دوهم سرک بشپړولو لپاره ۵۰۰ میلیونه کلدارې (۳.۵ میلیونه ډالر) منظوري کړي دي.

د تورخم – جلال اباد سرک د جوړولو چارې شاوخوا اته کاله مخکې د پاکستان د حکومت په مرسته پيل شوې وې، خو تر اوسه نه دي بشپړې شوې.

د پاکستان د مالیې وزیر اسدعمر نن اعلان وکړ چې د اقتصادي همغږۍ کميټې ځانګړې ناسته کې د تورخم-جلال اباد سرک د بشپړولو لپاره ۵۰۰ میلیونه کلدارې منظورې شوي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوى د حکومت د کابينې د ماليې وزارت اړونده د اقتصادي همغږۍ کمېټې په ځانګړې غونډه کې د ياد سړک د پاتې کارونو د بشپړولو لپاره ٥٠٠ ميليونه کلدارې (شاوخواو ٢٧٠ ميليون افغانۍ )منظورې کړې دي.

سرچينې زياته کړې، چې دا پيسې له هغو مرستو څخه دي، چې د پاکستان د لومړي وزير دفتر له خوا د افغانستان د بيارغونې لپاره ځانګړې شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ددې سړک د کارونو له بشپړېدو سره ددواړو هېوادونو، خلکو او سوداګرو ته ګټې ورسېږي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ به ورسره سوداګري هم پراختيا ومومي.

تر دې وړاندې داسې ریپورټونه ورکول شوي وو چې د د تورخم او جلال اباد تر منځ غزيدلى سرک به د پنځه ميليارده پاکستاني کلدارو په لګښت جوړيږي.

پر دوهم سرک څو ځل کار پیل شوې خو هر ځل د ځینو خنډونو له کبله بېرته په ټپه دریدلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د