افغانستان

باګرام کې په امريکايي عسکرو سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امريکايي عسکرو ترټولو لوی مرکز باګرام هوايي ډګر په دروازه کې په امريکايي عسکرو سرتيری بريد شوی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر ليکلي چې نن مازديګر د باګراهم هوايي ډګر په دريمه دروازه کې د امریکايي عسکرو په کتار سرتیری بريد شوی دی او امريکايي عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

مجاهد په دې بريد کې امريکايي عسکرو ته د اوښتي تلفاتو کره شميره په ډاګه نه کړه خو ويلي يې دي چې په دې بريد کې ګڼ شمير امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي د سرتيري بريد ګر نوم نصيب الله الياس ښودلی دی او ويلي يې دي چې په دې اړه به نور جزيات وروسته خپاره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x