افغانستان

هلمند: د امریکایانو په چاپه کې د افغان میرمنو د بیولو په وړاندې لاریون شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو له لوري په چاپه کې له یو کور څخه د دوه افغانو میرمنو د بیولو په غبرګون کې لاریون کړی.

دوه ورځې وړاندې په نادعلي ولسوالۍ کې امريکايي ځواکونو د ولسي وګړو په کورونو او سيمه ييز روغتون چاپه اچولې چې له امله يې د یاد روغتون يو تن ډاکټر وژلی او د هغه د کور دوه ميرمنې او يو ماشوم يې له ځان سره وړي دي.

د سیمې اوسیدونکي دې پیښې راپارولي او په وړاندې يې په لاریون لاس پورې کړی. لاریون کوونکي د امريکا او حکومت په خلاف نارې وهي او د خپلو نيول شويو میرمنو د خلاصون غوښتنه کوي.

لاريون کوونکي وايي چې بهرنيو ځواکونو په دې چاپه کې د يو تن ډاکټر په وژلو سربېره خلکو ته مالي زیان هم اړولی او کورونه یې ویجاړ کړي، خو زیاتوي چې د دوی د چاپې په خلاف نه بلکې د بهرنیانو لخوا د افغان میرمنو د ژوندۍ بیولو په وړاندې لاریون کړی.

په خواله رسنیو کې په خپره شوې ویډیو کې لاریون وال، چې اکثره یې سپین ږیري دي، دغه عمل د افغانانو د کلتور او عزت ته سپکاوی ګڼي او زیاتوي چې تر هغو به لاریون ته دوام ورکوي چې ترڅو یې غوښتنې نه وي منل شوي.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx