نړۍ

امریکا: وسله والو کسانو ديرش تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): د امريکا په شيکاګو ايالت کې دوه تنو وسله والو په يو تفريحي پارک کې په عامو خلکو ډزې کړي دي چې له امله يې ديرش تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د رسنيو د راپورونو له مخې دوه تنه وسله والو هغه مهال په خلکو دزې وکړې چې په يو پارک کې خلک په تفريح او ماشومان په لوبو بوخت وو.

په دې ډزو کې څلور تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته له پيښې وروسته پوليس سيمې ته رسيدلي او دوی هڅه کوله چې بريد ګر ونيسي خو وسله والو په پوليسو هم ډزې کړي دي او پنځه پولیسان يې ټپيان کړي دي.

د شيکاګو پوليس وايي چې په ځوابي ډزو کې دوه تنه بريد ګر هم وژل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په امريکا کې وخت ناوخته د نامعلومو وسله والو له لوري په بيلابيلو ځايونو کې په خلکو او امنيتي عسکرو
بريدونه کيږي چې له امله يې خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.

له پيښې وروسته سيمې ته امنيتي کسان د پلټنو له پاره رسېدلي خو تر اوسه د بريد انګيزه نه ده معلومه شوې او نه هم د يا د بريد مسؤليت تر اوسه چا په غاړه اخيستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x