افغانستان

دوهم تعقيب: باګرام کې سرتيري بريد لسو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۹وری، ۱۳۹۸ل): نن مازديګر شاوخوا څلور بجې په باګرام کې د امريکايي عسکرو تر ټولو سترې اډې په دروازه کې سرتيری بريد شوی چې په نتيجه کې يې لس امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې بريد د باګرام هوايي اډې درېيمې دروازې ته څېرمه د امريکايي عسکرو په کتار شوی دی چې په نتيجه کې يې شپږ امريکايي عسکر وژل شوي دي او څلور نور ټپیان دي او همدا راز دوه ټانګونه يې هم له منځه تللي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد زياتوي چې ياد سرتيری بريد د نصيب الله الياس په نامه د ميدان وردګ ولايت يو تن اوسېدونکي د پليډر موټر په واسطه د امريکايي عسکرو په کاروان ترسره کړی دی.

نوموړي ويلي دي چې سرتيري بريد ګر له تيرې ډېرې مودې راهيسې د باګرام هوايي اډې شاواخوا د امريکايانو د راوتلو په انتظار و چې نن هدف ته ورسېد.

د باګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي هم په بهرنیو ځواکونو باندې سرتيری بريد تائيد کړی دی خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دوی د خپل ولس او مقدساتو څخه دفاع او ساتنې ته ژمن دي او زياته کړې يې ده چې تر څو بهرني او داخلي ځواکونه په افغانستان کې د ديني مقدساتو له سپکاوي او د ملکي وګړو له وژنې لاس وانخلي دوی به له دې زياتو بريدونو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x