افغانستان

امريکا د باګرام په سرتيري بريد کې د عسکرو وژل کېدل ومنل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو په باګرام کې د تېرې ورځې سرتيري بريد کې د څلورو امريکايانو وژنه منلې ده.

په کابل کې د امريکايي ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د باګرام هوايي اډې ته نژدې د تيرې ورځې په سرتيري بريد کې درې امريکايي عسکر او يو قراردادي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په خبرپاڼه کې د وژل شويو هويت نه دی په ډاګه شوی.

د باګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي هم تيره ورځ رسنيو ته په امريکايي عسکرو سرتيری بريد تاييد کړی و خو د تلفاتو په اړه يې څه نه وو ويلي.

طالبانو تيره ورځ د ياد بريد مسووليت ومانه او ويلي يې وو چې په دې سرتيري بريد کې شپږ امريکايي عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

طالبانو ويلي وو چې ياد سرتيری بريد د نصیب الله الياس په نامه يو تن طالب چې د ميدان وردګ ولايت اوسېدونکي و ترسره کړی دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو چې تر څو امريکايي عسکر په افغانستان کې د مقدساتو له سپکاوي او په ولسي وګړو له وحشت نه لاس وانخلي دوی به پرې له دې نور زيات بريدونه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x