
امریکا د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو لست کې شامل کړل
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): د امریکا جمهور رییس ډونلډ ټرمپ د ایران سپاه پاسداران د ترهګرو لست کې شامل کړل.
ټرمپ تر دغه اقدام وروسته وویل چې ایران نه یواځې دا چې د ترهګرو ملاتړی هیواد دی بلکې سپاه پاسدران یې د تررویستي اعمالو د رهبري کولو دپاره، د ایران د حکومت اساسي آله ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپو ټولو بانکونو او سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې له سپاه پاسدرن سره د راکړې ورکړې څخه ډډه وکړي.
دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې امریکا د یو بل هیواد پوځي ځواکونه، یوه ترهګره ډله ګڼي.
د ترهګرو په لست کې تر داخلیدو وروسته به د ایران د سپاه پاسداران ټولې داریۍ په امریکا کې کنګل شي او هم امریکايي اتباع نشي کولای چې له دغې ډلې سره راکړه ورکړه ورکړي.
د ایران ځواب
د امریکا تر اعلان وروسته ایران حکومت امریکا د تروریزم ملاتړی هیواد او امریکايي ځواکونه تروریستي ګروپونه اعلان کړل.
ایران د امریکا وروستی اقدام «غیرقانوني او بې عقله» کار ګڼلی دی.
د یادونې وړ ده چې د سپاه پاسداران انقلابي ځواک د ایران ځواکونو څخه دی چې په ۱۹۷۹ کال کې تر اسلامي انقلاب وروسته د خمیني په امر جوړ شو. د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک تقریباً ۱۲۵،۰۰۰ پوځ لري او په هوایي، بحري، ځمکني او د قدس ځواکونو تقسیمېږي.
تر ایران به امریکا یوڅه ښه وي، ځکه الله ج وايي چي تاسو ته به مشرکین او یهودان سخت او عیسویان به دوستان وی.