افغانستانخبرونه

اروپايي اتحادیه: تیار یو د سولې په پروسه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ «تضمین» وکړو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وری، ۱۳۹۸ل): اروپايي اتحاديې؛ د تېرې دوشنبې په ورځ  په خپله وروستۍ ناسته کې د افغانستان په اوسني وضعیت او د سولې په روانې پروسې بحث کړی.

د اروپايي اتحادیې له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې؛ په یاده ناسته کې په حکومت او طالبانو غږ شوی څو خپلمنځي خبرو ته کښېني او د سولې پروسې په برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

په ورته وخت کې د یادې اتحادیې غړو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپلو مرستو په پراخولو تاکید کړی او ژمنه یې کړې چې د ښکېلو غاړو تر منځ د تضمین تر څنګ به؛ د امنیتي سکتور په رغولو، د جګړې د ښکېلو اړخونو دکورنیو په لاسنیوي، د سیمه ئیزو اقتصادي اړیکو په لا پراختیا او د سولې په برخه کې د خپلو هڅو په لا تېزولو به کار کوي.

اروپايي اتحادیې همدا راز؛ ولسمشریزې ټاکنې په افغانستان کې د ثبات ، د ستونزو د کمولو او د ډیموکراسي د ځواکمنتیا لپاره اړینې وبللې او په حکومت یې غږ وکړ څو؛ د ولسمشریزو ټاکنو پروسه په ښه توګه مدیریت او شفافو ټاکنو ته لاره هواره کړي.

یاده دې وي چې اروپايي اتحادیه داسې مهال د ښکېلو اړخونو تر منځ د «تضمین» ژمنه کوي چې تمه ده د قطر تر بین الافغاني ناستې وروسته  د طالبانو او امریکا استازي د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه یو وار بیا جرګه شي، یادې ناستې ته تر ډېره تمه شته چې د تېرو هغو په پرتله به له لاسته راوړنو ډکه وي او دواړه لوري به پکې یوه توافق ته ورسېږي.

په ورته وخت کې ګډ حکومت د اروپايي اتحادیې له لوري د «تضمین» وړاندیز غوره ګام بللی، د ارګ ویاند «هارون چخانسوري» په دې اړه وویل « په نورو ځایونو کې هم چې د سولې پروسه مخته تللې او بیا د سولې موافقه لاسلیک شوې، د دې لپاره چې د دې موافقې عملي کېدل هم یوه اوږده پروسه وي، نو د دواړو اړخونو د ډاډ لپاره اروپایي ټولنه یوه بې‌طرفه تضمین کوونکې پاتې شوې ده. اروپایي ټولنه دا تجربه لري دلته به هم همدا رول ولري او دا یې ویلي چې که غوښتنه ترې وشي نو اماده ده. نو خپل مؤثریت به ولري».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x