افغانستان

طالبانو د هلمند په پېښه توند غبرګون ښودلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل): دوه ورځې وړاندې امريکايي عسکرو د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو چاپې ووهلې او د ډاکټر اسد په نامه د يو سيمه ييزو ډاکټر کور يې سوځولی او د ډاکټر په ګډون يې د هغه د کور دوه ميرمنې هم له ځان سره وړي دي.

طالبانو ياده پيښه بزدلانه، کرکجنه او له ټولو انساني پولو څخه اوښتې پيښه بللې ده او په بشري ادارو او رسنيو یې غږ کړی دی چې په يادې پيښې سترګې پټې نه کړي او په دې اړه غږ پورته کړي او دا ثابته کړي چې رښتيا هم ورته د ښځو حقوق او کرامت ارزښت لري.

ددې سربيره په خبرپاڼه کې په طالبانو غږ شوی دی چې د ياد وحشت په بدل کې د امريکايي ځواکونو حساس مرکزونه په نښه کړي او د يادې پيښې انتقام ورڅخه واخلي.

د يادونې وړ ده چې د يادې پيښې په غبرګون کې تيره ورځ د نادعلي ولسوالۍ اوسېدونکو هم لاريون کړی و او د نيول شوي ډاکټر او د هغه د کور د ميرمنو د خلاصون غوښتنه يې کوله.

يادې پيښې په ټولنيزو رسنيو کې هم د خلکو غبرګونونه راپارولي دي او دا ډول پيښې يې د افغانانو په ناموس تيری بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx