ککړه هوا کوچنیان په رواني ناروغۍ اخته کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل): یو شمېر څیړنو پخوا ثابته کړې چې ککړه هوا یا د چاپیریال ککړتیا انسان په تنفسي ناروغۍ اخته کوي او د بدن نورو غړو ته خطرناکه ثابتیږي خو اوس پوهانو خبرداری ورکړی چې ککړه هوا کم عمره ماشومان په رواني ناروغیو اخته کوي.

د برتانیې په لندن کالج کې د ککړې هوا او دماغي توازن خرابتیا په اړه یوه څیړنه ترسره شوې، چې په کې تر ۲۰۰۰ زیات کسان چې عمرونه یې له ۱۸ کالو کم وو شامل شوي.

له دې څخه ۳۰سلنه کوچنیان پر داسې رواني ناروغۍ اخته وو چې وهمي احساس یا یې دماغو ته بیځایه اوازونه اوریدل کیدل، دغه کسان د برتانیې هېواد په داسې سیمه کې اوسیدل چې د نورو سیمو په پرتله یې هوا په لوړه کچه ککړه وه.

په کومو سیمو کې چې د ډیزل استعمالونکو موټر په دوامداره توګه نایتروج اکسایډ خارجوي ددغې سیمې له شلو څخه ۱۲ کسانو پر ذهني یا رواني ناروغۍ اخته کیدل منلي دي، خو په نورو سیمو کې له شلو څخه یوازې ۷ کسانو دغه شکایت کړی دی.

که څه هم پوهان اوسمهال د رواني ناروغۍ او ککړې فضا ترمنځ د ژورې اړیکې درلودلو په ویلو کې زړه نا زړه دي او د لا دقیقې څیړنې خبر ورکوي، خو وایي چې دا هم د رواني ناروغۍ یو ستر لامل کیږي.

د رواني ناروغیو پوهان وایي چې ککړه هوا د دماغو یوه مهمه برخه «فرنټل کارټیکس» اغیزمنوي، دغه ماده د بوی کولو په حس کې مهم رول لري، او همدغه څيز انسان وهمي کوي او په رواني ناروغۍ یې اخته کوي.

د راپورونو له مخې کابل د نړۍ لومړی ښار دی چې ککړه هوا لري، دغه ښار ۳۵۳ درجې ککړه هوا لري چې په نړۍ کې ساری نه لري، د پاکستان لاهور ښار، د هند دهلي ښار، د بنګلدیش ډهاکه ښار او د هند ځینې نور ښارونه په ککړه هوا او یا د چاپیریال ککړتیا په پراخه کچه لري.

همدا ډول ویل شوي چې د چاپیریال ککړتیا له کبله هر کال له ۴۰ زرو زیات کسان ژوند له لاسه ورکوي چې زیاتره برخه یې کوچنیان دي، ځینو نورو څیړنو دغه شمېره له دې هم لوړه ښودلې ده.

د روغتیا عامې ادارې له محلي او ملي حکومتونو غوښتي چې د هوا د کیفیت پاکولو کې له غورو لارو کار واخلي، په دې سره به د زړه ناروغیو، دماغي سکتو، شکر ناروغي، د سږو سرطان او د جنسي ځواک کمزورتیا مخه ونیول شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د