
حامد کرزی: که طالبان لویه جرګه «حکومتي» وګني، بې ګټې به شي/ ویډیو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوې تازه مرکه کې ویلي چې د سولې په موخه مشورتې لویه جرګه باید ۷ میاشتې تر مخه جوړه شوې وای او حکومت باید هغه مهال د امریکا له لوري د سولې هڅو سره ملګری شوی وای.
نوموړي وویل، اوه میاشتې تر مخه امریکا د طالبانو سره مخامخ مذاکرات پیل کړل، خو حکومت له هغه راهیسي داسي لاره غوره کړې چې د سیاسي شخصیتونو او احزابو له لوري تر تنقید لاندي راغلی دی.
نوموړي وویل اوس خبره تر دې تېره ده چې وخت ضایع سي، باید د قطر دوحې لپاره ملي ټیم چې حکومت یې یوه برخه وي، جوړ شي.
او زیاته یې کړه، که حکومت په راتلونکي غونډه کې ګډون ونه کړي، مونږ به بیا هم د سولې په خاطر ګډون وکړو او نه ګډون به یو جرم وګڼو.
حامد کرزي وویل که طالبانو لویه جرګه حکومتي لویه جرګه ووبلل، بیا به د دغې جرګې هیڅ ګټه نه وي او د قطر غونډه ورته ځنډول به هم بې ګټي ثابت شي، خو که چیري تر غونډې وروسته لویه جرګه را وبلل شي، ګټه به یې دا وي چې د غونډې پایلې به په لویه جرګه کې بحث شي او پر اساس به یې پروسه پر مخ ولاړه شي.
پخواني ولسمشر وویل چې د سولې وروسته مونږ د داعش او القاعده په نامه هم په افغانستان کې جګړه نه غواړو، که امریکا غواړي جګړه وکړي، په بل کوم هیواد کې دې وکړي.
ویډیو:
موږ له نظر څخه موافق