په سعودي کې یوې ډمې ته د «ختم الرسول» جایزې غبرګونونه را پارولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰ وری، ۱۳۹۸ل): په سعودي کې یوې اتحادیې مصرۍ ډمې «سمیه الخشاب» ته پر نوې سندرې د «ختم الرسول» لرونکی مډال د جایزې په توګه ورکړی دی.

دغه ډمه چې په خپل لوڅو رقصونو او سندرو په مصر او عربي نړۍ کې مشهوره ده، په دې وروستیو کې يې د ښځو د حقوقو په اړه یوه سندره ویلې چې د هغې پر اساس په سعودي کې د سندرو د «تولید او توزیع اتحادیې» هغې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نښان (ختم الرسول) لرونکی مډال ورکړی دی.

دغې پيښې په سعودي او عربي نړۍ کې پراخ غبرګونونه را پارولي دي او دا یې په سعودي کې د هغه لوی بدلون یوه برخه بللې، کوم چې د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان تر سرپرستی لاندي پيل شوی او له مخې يې د سعودي پخوانۍ دینې ټولنه د بې دینۍ لورې ته ټېل وهل کیږي او د ترفیه او ساتیري په پلمه بې سترۍ ته لاره هواریږي.

په ټویټر کې ددغې پيښې وروسته سخت غبرګونونه را پارېدلې دي او یوې بې حیا ښځې ته د ختم الرسول ډالۍ یو ستر جرم بلل شوی دی.

د دکتوره ندیر فضیله په نامه یوې ښځینه فعالې ویلي:

ډاکټر سلمان العوده (دیني عالم) بندي کیږي، تعذیبیږي، او د اعدام حکم ته په انتظار دی، ځکه چې د الله لارې ته یې خلک را بللي دي، خو په همدې هیواد کې بیا یوه هنرمنده چې د ټولنېزو اخلاقو، ادابو او حیاء لمن څیري، ورته د اسلام تر ټولو لوړ مډال (ختم الرسول) ورکول کیږي.

اسعد الشرعي: قسم خورم که همدا جایزه سمیه الخشاب ته په قطر کې ورکول سوې وای، د سعودي اواماراتو دیني عالمانو لکه عادل الکلباني، وسیم یوسف او نورو به په کلکو ټکو غندلی وای. خو دا کار په سعودي کې د محمد بن سلمان تر سرپرستی لاندي شوی، ټولو ځان مړ اچولی.

جاسم الحسیني:
سعودي حکومت یمن ته میزایل په جایزه کې ورکوي، تر څو ماشومان ووژني، خو مصرۍ هنرمندې ته بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم ختم ورکوي.

جابر الحرمي:
په اوسني سعودي کې .. بلاد الحرمین کې ..
د ښځو لپاره حقوق غوښتونکي ښځینه فعالانې په بندي خانو کې اچول کیږي، خو د ښځو په نامه بیا یوې هنرمندې ته د «ختم الرسول» مډال ورکول کیږي.
د نوي سعودي دغه حال دی..

ترکي الشلهوب:

هر چا واورېده چې مصرې ډمې ته مډال ورکول شوی..
خو ایا پوهیږئ په څه شي نازول شوې؟ دې ته «ختم الرسول» مډال ورکول شوی.
یادونه: دغې ډمې هر کله په فلمونو او ډرامو کې سپک رول کړی او بې حیايې یې خپره کړې..
دا نه اول ځل دی او نه به اخیر وي.

ورته غبرګونونه نور هم په ټویټر کې ډیر دي..

ځیني يې الجزیرې په لاندي خبر کې را ټول کړي:

تبصرې (2)

  • ولا حول و لا قوه
    ټوله پوهيږی چی د دی دوسانو پدی خبيث عمل زمونږ ګران نبی رسول الله(ص) ته هيڅ تاوان نه رسيږی خو د موئمنانو زړونه به ډير دردمن کړی .
    الهی(ج) بيله شکه چی ډير صبور يی ، ته ډير ښه منتقم هم يی ، تاته هرڅه آسانه دی د موئمنينو د سترګو او د زړونو د يخولو لپاره خو د دی بي حيا دله ګانو انتقام واخله او د اسلام پر مقدسو ځايونو خپل موئمن بنده ګان حاکم کړه .

  • که څه هم دا کړنه یوه کرغېړنه کړنه ښکاری خو دا احتمال هم لری چي د محمد( ص) د نوم په حرمت ددې هنرمندی په زړه کی د توبې برېښنا بَله او ددې سخیف او مستهجن هنر څخه سر پلاس او ځانته یوه بله مناسبه دنده غوره کی.د ځوانو سندر غاړو ښځو هنر به ددې سبب شی چي خپل کورني ژوند او د نورو اخلاقی - روزنیزه نړۍ د ستونزو سره مخامخ کی.